ترهګرو په سوریې کښې کیمیاوی وسلې کارولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68728-ترهګرو_په_سوریې_کښې_کیمیاوی_وسلې_کارولی_دی
فارس خبری اژانس وایی د سوریې په غوطه شرقی کښې په دوما سیمې د ترهګرو په بیګا شپې کیمیاوی حملې کښې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2018 00:15 Asia/Kabul
  • ترهګرو تراوسه په سوریې کښې په ځلونو دخلکو او حکومتي عسکرو پرضد کیمیاوي وسلې کارولي دي .
    ترهګرو تراوسه په سوریې کښې په ځلونو دخلکو او حکومتي عسکرو پرضد کیمیاوي وسلې کارولي دي .

فارس خبری اژانس وایی د سوریې په غوطه شرقی کښې په دوما سیمې د ترهګرو په بیګا شپې کیمیاوی حملې کښې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول .

لومړی راپورونه دترهګرو په دغه کیمیاوی برید کښې د پینځه اویا(۷۵)کسانو د مړینې او د کابو سلو(۱۰۰) نورو دژوبلیدا ښودنه کوی .

د روسیې دفاع وزارت په تیرې جمعې ورځ خبرداری ورکړی وو «جیش الاسلام  »او« ازاد پوځ »ترهګرې ډلې نیت لری له کیمیاوی ګازونو په استفادې سره د سوریې په دوما سیمې حمله وکړی .

د روسیې دفاع وزارت ټینګار کړی وو ترهګر دنړیوالې ټولنې د احساساتو د لمسولو او د خپلو ښاریزو پرضد  په حملې د سوریې دحکومت دتورنولو هڅه کوی .

له دغه حملې وروسته د ترهګرو ملاتړو د لویدیځو هیوادونو رسنیو د سوریې  پرضد سخت روانی او نفسیاتی جنګ پیل کړی دی .

د سوریې رسمی خبری اژانس سانا بیګا د پوځ پرضد د لویدیځو هیوادونو د رسنیو په فضا جوړونې نیوکې سره چې د دوما سیمې د ازادولو له عملیاتو سره په یووخت شوی ده وویل په دغه ښار کښې له کیمیاوی وسلو د حکومتی عسکرو  داستفادې تور بې اساسه او دروغ دی .

دغه خبرې اژانس وویل ترهګر له کیمیاوی وسلو  په استفادې د حکومتی عسکرو په تورنولو سره د پوځیانو د پرمختګ د مخه دنیولو لپاره ښکاره کوشش کوی .

دروسیې  دبهرنیو چارو وزارت هم څو ورځې مخکې وویل له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې دحکومت له تورنولو د امریکا او دهغې دملګرو هیوادونو هدف د ترهګرو ژغورل دی .

ترهګرو تراوسه په سوریې کښې په ځلونو دخلکو او د حکومتی عسکرو پرضد کیمیاوی وسلې کارولی دی .