ترهګرو په سوریې کښې کیمیاوی وسلې کارولی دی
-
ترهګرو تراوسه په سوریې کښې په ځلونو دخلکو او حکومتي عسکرو پرضد کیمیاوي وسلې کارولي دي .
فارس خبری اژانس وایی د سوریې په غوطه شرقی کښې په دوما سیمې د ترهګرو په بیګا شپې کیمیاوی حملې کښې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول .
لومړی راپورونه دترهګرو په دغه کیمیاوی برید کښې د پینځه اویا(۷۵)کسانو د مړینې او د کابو سلو(۱۰۰) نورو دژوبلیدا ښودنه کوی .
د روسیې دفاع وزارت په تیرې جمعې ورځ خبرداری ورکړی وو «جیش الاسلام »او« ازاد پوځ »ترهګرې ډلې نیت لری له کیمیاوی ګازونو په استفادې سره د سوریې په دوما سیمې حمله وکړی .
د روسیې دفاع وزارت ټینګار کړی وو ترهګر دنړیوالې ټولنې د احساساتو د لمسولو او د خپلو ښاریزو پرضد په حملې د سوریې دحکومت دتورنولو هڅه کوی .
له دغه حملې وروسته د ترهګرو ملاتړو د لویدیځو هیوادونو رسنیو د سوریې پرضد سخت روانی او نفسیاتی جنګ پیل کړی دی .
د سوریې رسمی خبری اژانس سانا بیګا د پوځ پرضد د لویدیځو هیوادونو د رسنیو په فضا جوړونې نیوکې سره چې د دوما سیمې د ازادولو له عملیاتو سره په یووخت شوی ده وویل په دغه ښار کښې له کیمیاوی وسلو د حکومتی عسکرو داستفادې تور بې اساسه او دروغ دی .
دغه خبرې اژانس وویل ترهګر له کیمیاوی وسلو په استفادې د حکومتی عسکرو په تورنولو سره د پوځیانو د پرمختګ د مخه دنیولو لپاره ښکاره کوشش کوی .
دروسیې دبهرنیو چارو وزارت هم څو ورځې مخکې وویل له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې دحکومت له تورنولو د امریکا او دهغې دملګرو هیوادونو هدف د ترهګرو ژغورل دی .
ترهګرو تراوسه په سوریې کښې په ځلونو دخلکو او د حکومتی عسکرو پرضد کیمیاوی وسلې کارولی دی .