ورځپاڼو ته کتنه ۱۹-۱-۹۷
ګرانو او قدرمنو دوستانو ورځپاڼو ته کتنه له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
د تهران چاپ نننيو اکثرو ورځپاڼو له نيواکي فلسطين سره د غزې د تړانګې په پوله کښې د فلسطينيانو د لاريون او مظاهرو د دوام خبرونه ورکړي دي.
وړومبې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې ليکلي يې دي: له نيواکي فلسطين سره د غزې تړانګې په پوله کښې په زرګونو فلسطينيانو د ستنېدو لاريون تر عنوان لاندې خپلو مظاهرو دوام ورکړ.
فلسطيني ځوانانو پرون يو ځل بيا د غزې دتړانګې په پوله کښې مظاهرې وکړې. د غزې تړانګې ځاي سرچينو تاکيد وکړ چې يو شمېر فلسطيني ځوانان په دې کښې کامياب شول چې د غزې د تړانګې د ختيځ په صنعتي سيمه کښې د صهيونېسټي دښمن له امنيتي دېواله تېر شي او نيواکي زمکې ته داخل شي.
ورځپاڼې وليکل: په دې وروستيو اتو ورځ، کښې يو دېرش فلسطينيان شهيدان او تقريباً درې زره نور ژوبل شول خو فلسطيني غورځنګونو اعلان وکړ چې دغه لاريون او مظاهرې به تر راتلونکو پينځو نورو هفتو پورې يعنې د صهيونېسټ جعلي رژيم د رامنځته کېدو تر اويايمې کليزې پورې دوام ومومي.
دغې ورځپاڼې زياته کړه، فلسطينيانو د صهيونېسټانو د وحشيګرۍ د مخنيوي لپاره له نړيوالو ټولنو او ادارو غوښتنه وکړه.
-----------
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه وويل: د ستنېدو سترې مظاهرې چې له تېرې هفتې راهسې دوام لري د خپلو ارمانونو په ساتنه کښې د فلسطين د ملت په حق تاکيد لري.
د ورځپاڼې له قوله هغه پرون د شهيد خبريال ياسر مرتجي د جنازې په مراسمو کښې وويل: دغه شهيد ځان قربان کړ چې د حق پېغام او فلسطين د محاصر کړې شوي ملت انځور دنيا ورسوي.
---------
ورځپاڼې د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان له قوله وليکل: سعودي له اسرائيلو سره ډېرې مشترکې ګټې لري.
----------
د تهران چاپ ايران نومې ورځپاڼې وليکل: د ايران د اسلامی شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن مشر تاکيد وکړ چې تهران د خپلو ګټو په بنياد په برجام کښې شتون لري او تر هغه وخته چې امريکه له دغې موافقې اوځي په دغه موافقه ليک کښې د شتون دوام به د نظر وړ اهداف ونه لري.
---------
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې: د چین او روسیی د بهرنیو چارو وزیرانو؛ د اټمی جامع پروګرام (برجام) د یو اړخیز بدلولو لپاره د امریکی هلې ځلې وغندلې.
د روسیی خارجه وزیر «سرګیی لاوروف»، په مسکو کی له خپل چینایی همرتبه« وانګ هی » په کتنه کی، د دی ټکی په یادولو سره چی، د برجام د موافقې په سر مذاکرو، کلونه وخت اخیستئ دئ؛ ټینګار وکړ: چی د دغې موافقې د یو اړخیز بدلولو لپاره هر ډول هڅه کول، د دغې موافقې او همداراز د ملګرو ملتو د پریکړه لیک د موادو، تر پښو لاندی کول دي.
د چین خارجه وزیر« وانګ هی » هم، په بهرنی سیاست کی د یو اړخیز ګروهنې له کبله، په ډونالډ ټرمپ نیوکه وکړه، او ویی ویل:د ټرمپ محاسبې او اټکلونه تل غلط دي.
------
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل هند ته د ايران د تېلو صادرات تر دوو برابرېدو پورې پراختيا ومونده.
----------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې وليکل: د عراق وزیراعظم حیدرالعبادی بیګا د داعش ترهګرې ډلې د پاتې غړیو د تعقیبولو او له مینځه وړلو لپاره د حکومتی عسکرو د عملیاتو په دوام ټینګار وکړ .
هغه وویل دعراق حکومتی عسکر به له ترهګرۍ او ټروریسټانو د هیواد تر کاملې پاکیدا پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی .
-------
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت بیګا په یوه بیانیه کښې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په اړه د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکې د ویټودشنډولو لپاره دې د نوی مکانیزم کوشش وکړی .
په دغه بیانیه کښې ویل شوی که چري نړیواله ټولنه د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکې له ویټو سره د مقابلې لپاره لاره چاره پیدا نکړی دغه شورا به له نیواکګرو څخه د امریکې د ړانده پلویتوب د خدمت په یو اوزار بدله شی .
------
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له طالب ډلې او پاکستان سره د افغانستان د سولې په اړه بېلابېل مطالب لیکلي دي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې د واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په حواله لیکلي چې طالبانو سره د سولې په تړاو ولسمشر غني د کودتا له ګواښ سره مخ دی.
په سرمقاله کې وړاندې په دې اړه راغلي چې له طالبانو سره د سولې په اړه د افغان حکومت د بېلابېلو اړخونو تر منځ د نظر یووالی او اجماع نه ده موجوده.
----------
ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مسوولان وايي، هغه کسان چې د دې کمېسیون په تور لېست کې شامل دي او په درغلیو کې ښکېل بلل شوي بیا پر دندو نه ګومارل کېږي.
د دوی په وینا ، نوي کارکوونکي به د یوه داسې ځانګړي ادرس پر بنسټ ګومارل کېږي چې د سرغړونې په صورت کې د موندنې وړ وي.
خو د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا “ټیفا” وايي، له کمېسیون سره هېڅ ډول تور لېست نشته او دوی په دغه کمیسیون کې د ګومارنې د روان بهیر پر روڼوالي شک لري. د یاد بنسټ مسوول نعیم ایوب زاده وایي، اندېښنه لري چې د تېرو انتخاباتو په درغلیو کې ښکېل کسان به یو ځل بیا پر دندو وګومارل شي.
------
د ويسا ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې په ختیځو او شمالي ولایتونو کې د داعش ډلې له وسله والو فعالیتونو وروسته تازه په کابل څېرمه ولایت پروان کې د دې ډلې د حضور او فعالیتونو په اړه خبرونه خپاره شوي دي.
د پروان د ولایتي شورا غړي محمدمجیب شورش سلام وطندار ته ويلي چې داعشیان په دغه ولایت کې د نویو جنګیالیو په جذبولو او د ناامنیو د رامنځته کولو هڅه کوي.
د ولایتي شورا د وکیل په خبره، داعشیان د کاپيسا ولایت له لارې کوښښ کوي څو پروان ته نفوذ وکړي.
د پروان ځايي چارواکي هم د تروریستي ډلو په ځانګړي توګه د داعشیانو فعالیتونه نه رودي. د پروان والي فضلالدین عیار په دغه ولایت کې د داعشي جنګیاليو فعالیتونه مني، خو د والي په خبره دغه فعالیتونه په هغه کچه نه دي چې د اندېښنې لامل شي.
---------
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې په برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو رول اغېزمن بللی دی.
هېواد په خپل یوه مطلب کې په دې اړه لیکي چې د افغان سولې د تحقق لپاره د سیمې او نړۍ هېوادنه باید په بشپړې همغږۍ رښتینې همکاري وکړي.
په مطلب کې راغلي، په دې توګه سیمه او نړۍ هم د ترورېستي کړیو له ناوړه فعالیتونو خوندي کېدای شي.
د مطلب د لیکونکي په باور، د سیمې د هېوادونو سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ دا ټول د افغانستان په سوله او ثبات کې نغښتي دي.
----------
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په کابل کې د پاکستان او افغانستان د مشرانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه لیکلي دي.
سرخط په خپل دغه مطلب کې لیکلي، افغانستان – پاکستان سره د نویو اړیکو په اجندا کې د سولې موضوع نیولې او تمه یې دا ده چې په درېیو میاشتو کې د سولې د جړ شوي تار سر د اسلام اباد په مټ ومومي.
په مطلب کې دا هم راغلي چې د افغانستان او پاکستان د راشه درشې په نوي فصل کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو د هغې تورې ورېځې له منځه وړل لومړی کار بلل شوی چې د مطلب د لیکونکي په باور، د درېیوو کلونو راهیسې پرې غوړېدلې.
په ورځپاڼه کې راغلي، ښايي تر راتلونکي درېيو میاشتو پورې ولسمشر غني هم د پاکستان په وړاندې خپله رسنیزه ژبه بدله کړي او د پاکستان صدراعظم هم په دې اړه ورته له خپله اړخه ژمنه ورکړې ده.
---------
د پاکستان د پېښور چاپ وحدت ورځپاڼې وليکل: افغانستان او پاکستان په اوه مهمو مسئلو هوکړه وکړه
د افغانستان ولسمشر« محمد اشرف غني » او د پاکستان لوموړی وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې عمل ګډ پلان د بشپړولو لپاره پر اوو مهمو مواردو موافقه وکړه.
-------
ورځپاڼې وليکل: نېټو وويل: د جګړې ډګر ته د خپلو فوځيانو لېږلو ته چمتو يوو.
د نېټو عمومي منشي« ینس سټولټنبرګ » ویلي که چیرې اړتیا وي نو د ناټو جګړیز ځواکونه به یوځل بیا په افغانستان او عراق کې د جګړې ډګر ته ستانه شي.
--------
وحدت ورځپاڼې د پاکستان د وزيراعظم له قوله وليکل، د دغه هېواد فوځ په مېړانې سره د ترهه ګرۍ مقابله کړې ده.
--------
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وويل: د افغانستان ستونزه فوځي حل لاره نه لري.