د سوریې پوځ په دوما کښې کیمیاوی وسلې نه دی کارولی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68868-د_سوریې_پوځ_په_دوما_کښې_کیمیاوی_وسلې_نه_دی_کارولی
فارس خبری اژانس وایی د روسیې دفاع وزارت بیګا وویل ددغه هیواد پوځ د سوریې په غوطه شرقی کښې په دوما سیمې د کیمیاوی حملې په هکله هیڅ نښه نه ده موندلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2018 23:38 Asia/Kabul
  • د سوریې په دوما کښې د کیمیاوي وسلو دقربانیانو په نوم  په اینټرنیټ سایټونو کښې خپاره شوي عکسونه جعلي دي .
    د سوریې په دوما کښې د کیمیاوي وسلو دقربانیانو په نوم په اینټرنیټ سایټونو کښې خپاره شوي عکسونه جعلي دي .

فارس خبری اژانس وایی د روسیې دفاع وزارت بیګا وویل ددغه هیواد پوځ د سوریې په غوطه شرقی کښې په دوما سیمې د کیمیاوی حملې په هکله هیڅ نښه نه ده موندلی .

دروسیې دفاع وزارت ډاګینه کړه پلټونکو حتی په روغتونونو کښې هم له هیڅ  سړی څخه چې په کیمیاوی موادو سره مسموم شوی وی هیڅ نښه نه ده موندلی .

دسوریې په غوطه شرقی کښې په دوما سیمه کښې د جیش السلام ترهګرې ډلې غړیو په تیرې شنبې شپې د دمشق حکومت په دغه سیمې باندې په کیمیاوی حملې او د څه د پاسه یوسلو پنځوس(۱۵۰) کسانو په وژلو تورن کړ .

د سوریې حکومت په دوما سیمه کښې دکیمیاوی حملې تور په کلکه رد کړی دی .

د روسیې دفاع وزارت ټینګار وکړ د سوریې په دوما کښې د کیمیاوی وسلو دقربانیانو په نوم  په اینټرنیټ سایټونو کښې خپاره شوی عکسونه جعلی دی .

دروسیې خارجه وزرات وړمه ورځ هم ویلی وو هغه ادعاګانې چې دسوریې په دوما کښې دکیمیاوی حملې په اړه مطرح کیږی دترهګرو د اقداماتو د پوښښ او په سوریې کښې د خارجی پوځی اقدام دتوجیه لپاره ترسره کیږی .

دترهګرو عربو او لویدیځو ملاتړو هیوادونو له شنبې ورځې راهسې دسوریې دحکومت پرضد سخت روانی او نفسیاتی جنګ پیل کړی دی .