سوریي داسرائیلو دحملې په اړه خبرداری ورکړ
-
که چیرې دامریکا اجازه او له صهیونیسټ رژیم څخه د واشنګټن بې دریغ ملاتړ نه وائ دغه حمله نه کیدله .
مهر خبری اژانس وایی د سوریې دباندنیو چارو وزارت په حمص (Homs)ولایت کښې په ټیفور پوځی اډې د صهیونیسټ رژیم دجنګی الوتکو برید ته په غبرګون کښې ددغه حملې د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکړ .
دسوریې دبهرنیو چارو وزارت پرون د ملګروملتونو سرمنشی او د امنیت شورا پړاویز مشر ته په جلا جلا لیکونو کښې د حمص ولایت په خوا کښې په ټیفور پوځی اډې داسرائیلو دحملې په اړه وویل که چیرې دامریکا اجازه او له صهیونیسټ رژیم څخه د واشنګټن بې دریغ ملاتړ نه وائ دغه حمله نه کیدله او زیاته یې کړه اسرائیل د نړۍ او دسیمې سولې او ثبات ته ګواښ کوی .
دسوریې دبهرنیو چارو وزارت په دغو لیکونو کښې ویلی دی داسرائیلو توغندوی حمله د دمشق ښار په خوا کښې او د هیواد له نورو سیمو د ترهګرو ډلو په ایستلو کښې د حکومتی عسکرو بریالیتوب ته غیر مستقیم غبرګون دی .