سوریي داسرائیلو دحملې په اړه خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68880-سوریي_داسرائیلو_دحملې_په_اړه_خبرداری_ورکړ
مهر خبری اژانس وایی د سوریې دباندنیو چارو وزارت په حمص (Homs)ولایت کښې په ټیفور پوځی اډې د صهیونیسټ رژیم دجنګی الوتکو برید ته په غبرګون کښې ددغه حملې د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2018 00:47 Asia/Kabul
  • که چیرې دامریکا اجازه  او له صهیونیسټ رژیم څخه د واشنګټن بې دریغ ملاتړ نه وائ دغه حمله نه کیدله  .
    که چیرې دامریکا اجازه او له صهیونیسټ رژیم څخه د واشنګټن بې دریغ ملاتړ نه وائ دغه حمله نه کیدله .

مهر خبری اژانس وایی د سوریې دباندنیو چارو وزارت په حمص (Homs)ولایت کښې په ټیفور پوځی اډې د صهیونیسټ رژیم دجنګی الوتکو برید ته په غبرګون کښې ددغه حملې د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکړ .

دسوریې دبهرنیو چارو وزارت پرون د ملګروملتونو سرمنشی او د امنیت شورا پړاویز مشر ته په جلا جلا لیکونو کښې د حمص ولایت په خوا کښې په ټیفور پوځی اډې داسرائیلو دحملې په اړه وویل که چیرې دامریکا اجازه  او له صهیونیسټ رژیم څخه د واشنګټن بې دریغ ملاتړ نه وائ دغه حمله نه کیدله  او زیاته یې کړه اسرائیل د نړۍ او دسیمې سولې او ثبات ته ګواښ کوی .

دسوریې دبهرنیو چارو وزارت په دغو لیکونو کښې ویلی دی داسرائیلو توغندوی حمله د دمشق ښار په خوا کښې او د هیواد له نورو سیمو د ترهګرو ډلو په ایستلو کښې د حکومتی عسکرو بریالیتوب ته غیر مستقیم غبرګون دی .