د سوریې له دوما سیمې ګڼ شمیر ترهګر ووتل
-
پینځه(۵) نور بسونه هم له دوما ښار څخه د جیش الاسلام د ترهګرې ډلې دغړیو د ایستلو لپاره چمتو دي .
ایرنا خبری اژانس وایی درویشت (۲۳)بسونه چې د جیش الاسلام دترهګرې ډلې غړی او دهغوې کورنۍ پکښې وې د سوریې په غوطه شرقی کښې له دوما(Douma) ښار څخه له الوافدین لارې په حلب ولایت کښې جرابلس سیمې ته ولاړل .
د سوریې رسنیو هم پرون وویل پینځه(۵) نور بسونه هم له دوما ښار څخه د جیش الاسلام د ترهګرې ډلې دغړیو د ایستلو لپاره چمتو دی .
د سوریې دحکومت او د جیش الاسلام دترهګرې ډلې ترمینځ د نوی موافقې پراساس باید ټول تښتول شوی پوځیان ، عادی خلک او د وژل شویو کسانو مړی پوځ ته وسپارل شی .
پرون سهار د جیش الاسلام د ترهګرې ډلې لخوا دتښتول شویو کسانو لومړنۍ ډله له دوما څخه دمشق ته انتقال شوه .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې پوځی ، مالی اواستخبارتی مرستې امریکا، انګلستان، فرانسه، سعودی عربستان ، ترکیه ، قطر، بحرین ، متحده عربی امارات، اردن ، کویت ، اسرائیل وغیره کوی .