امریکا د سوریې پرضد د اقدام ګواښ وکړ
-
د روسیې پلټونکو دسوریې په دوما کښې د کیمیاوي وسلو دکارولو په اړه هیڅ نښه نه ده موندلي .
زمونږخبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی دی چې دغه هیواد په راتلونکو ساعتونو کښې د سوریې په اړه فیصله کوی .
دغه راز روسیې وویل چې دسوریې پرضد هرډول پوځی اقدام به ناوړه پایلې ولری .
په ملګروملتونو کښې د روسیې دایمی استازی وسیلی نبزیا(Vassily Nebenzia) بیګا په نیویارک کښې دامنیت شورا غونډې ته چې دسوریې په دوما کښې د شکمنې کیمیاوې حملې په باره کښې جوړه شوه وینا وکړه .
نبزیا وویل د روسیې پلټونکو دسوریې په دوما کښې د کیمیاوی وسلو دکارولو په اړه هیڅ نښه نه ده موندلی او که چیرې کومه حمله شوی هم وی نو هغه هغو ټروریسټانو کړی ده چې دامریکا ځانګړیوعسکرو ورته پوځی روزنه ورکړی ده .
دامریکا ولسمشر ټرمپ پرون په سپینې ماڼۍ کښې د پوځ له لوړرتبه جنرالانو سره کتنه وکړه چې دسوریې په دوما کښې د جعلی کیمیاوی حملې په اړه دغبرګون په باره کښې ورسره خبرې وکړی .