ترهه ګری اوافراط پالنه دعربستان د مفتیانو دفتواګانو نتیجه ده
د تیونس د اهل سنت ستردینی عالم روښانه کړې ده،نن سبا دحرمیّن شریفیّن پاکه خاوره د آل سعود رژیم په سپیرو منګولو کې ده او هر څوک چې له دغه حقیقته انکار وکړی ،جاهل دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د تیونس د اهل سنت یوه نامتو دینی عالم شیخ شبیربن حسن په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې سره چې دسعودی عربستان منحرفو مفتیانو ګمراه کونکو فتواګانو اسلامی امت د نابودۍ ګرداؤ ته کاږلی دی ، ټینګار کړی ، ترهه ګری د آل سعود رژیم دسیاستونو او د دغه هیواد د وهابی مفتیانو دفتواګانو نتیجه ده .
شیخ شبیر بن حسن په دې په ټینګار سره چې دعربستان مفتیانو په تیرو څو لسیزو کې د مسلمانانو ترمینځ په اختلافاتو او فتنو رامینځة کولو کې ډیر رول لوبولی دی ، ووئیل ، ددې یو مثال دا ، د هغو مخالفانو په ضد د اسماء او صفاتو په مفهوم کې دبدعت دفیصلې صادریدا، چې دپانسۍ فتوا ګانې ئې صادرې شوی دی ، په مسلمانانو کې ئې ستره فتنه رامینځةکړې ده .
د تیونس دغه دینی عالم روښانه کړې ده ، نن سبا دحرمیّن شریفیّن پاکه خاوره آل سعود رژیم په سپیرو منګولو کې ده او هر څوک چې له دغه حقیقته انکار وکړی ،جاهل دی .
شیخ شبیر بن حسن وئیلی دی ، دسعودی مفتیان د هغو کسانو لپاهر ګمراه کونکی فتواګانې صادروی ، چې له آل سعود رژیم سره یو شان نظر نه لری او دغو منحرفو مفتیانو تل ئې داسې چلند کړی دی ، ګواکې له دوی پرته نور ټول مسلمانان مشرکان دی .