د ترامپ پخوانی جنګ وزیر: ایران په جګړه کې برلاسه دی
پارس ټوډې- د ټرمپ د لومړۍ دورې دفاع وزیر ویلي چې ایرانیان اوس په جګړه کې برلاسه لاس لري او د ایران مشران په خبرو اترو کې پر خپل دریځ او د هرمز تنګي د کنټرول له لارې پر خپل فشار باوري دي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې د امریکا پخواني دفاع وزیر مارک اسپر، ، له «اې بي سي نیوز» شبکې سره په مرکه کې وویل: د هرمز د پرانیستلو او د بېړۍ چلونې د سطحې بېرته د جګړې له وړاندې حالت ته د راستنېدو لپاره د ایران نوي شرطونه ښیي چې د ایران مشران په مذاکراتو کې پر خپل موقف او د هرمز د کنټرول له لارې پر خپل فشار باوري شوي دي.
هغه زیاته کړه: «دا ښیي چې دوی باور لري برتر لاس ورسره دی او فکر کوي چې دوی بریالي کېږي؛ او په حقیقت کې همداسې ده. دا هغه څه دي چې موږ اوس ورسره مخ یو.»
اسپر همداراز وویل چې نوي شرطونه ښیي چې ایران «زړور شوی» او په نړۍ کې پر خپل ځای ډاډمن شوی دی. د هغه په وینا، تهران په سیمه کې د خپلو همکارو ځواکونو په کارولو سره په ورته وخت کې خپل قدرت نندارې ته وړاندې کوي.
نوموړي د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې د ایران جګړې په ترڅ کې د امریکا د ځینو مهماتو د زېرمو کمښت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د تولید په زیاتولو سره د دې کمښت اغېزې کمې کړي؛ خو ځینې وسلې د تولید لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري.