په سوریې دامریکا برید به سختې پایلې ولری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68942-په_سوریې_دامریکا_برید_به_سختې_پایلې_ولری
ایرنا خبری اژانس وایی دمینځنی ختیځ په چارو کښې د روسیې د ولسمشر استازی او د بهرنیو چارو دوزیر مرستیال میخائیل بوګدانف پرون په سوریې د امریکا احتمالی حمله د نا منلو وړ وبلله او ویې وویل دغه اقدام به ډیر خطرناک وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2018 23:47 Asia/Kabul
  • امریکا  ،سعودي عربستان او دهغو ملګري هیوادونه په غوطه شرقي کښې په دوما سیمه کښې  د ترهګرو ډلو په ماتي سخت اندیښمن دي .
    امریکا ،سعودي عربستان او دهغو ملګري هیوادونه په غوطه شرقي کښې په دوما سیمه کښې د ترهګرو ډلو په ماتي سخت اندیښمن دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دمینځنی ختیځ په چارو کښې د روسیې د ولسمشر استازی او د بهرنیو چارو دوزیر مرستیال میخائیل بوګدانف پرون په سوریې د امریکا احتمالی حمله د نا منلو وړ وبلله او ویې وویل دغه اقدام به ډیر خطرناک وی .

هغه ټینګار وکړ په سوریې دامریکا پوځی یرغل به درنې پایلې ولری .

د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس په شمول ددغه هیواد چارواکو په تیرو څو ورځو کښې دسوریې په دوما(Douma) د ادعا وړ کیمیاوی وسلو د حملې په پلمه په دغه هیواد د امریکا د پوځی تیرې د احتمال خبر ورکړی دی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ هم په تیرې دوشنبې ورځ وویل زر به په سوریې د پوځی حملې په اړه فیصله وکړی .

د سوریې په غوطه شرقی کښې په دوما سیمه کښې دیره جیش الاسلام ترهګرې ډلې په تیرې شنبې ورځ د دمشق حکومت په دغه سیمې په کیمیاوی حملې او د لسګونو کسانو په وژلې تورن کړی دی  داسې تور چې دسوریې حکومت هغه په کلکه رد کړی دی .

د روسیې دفاع وزارت وویل ددغه هیواد پوځ دسوریې په غوطه شرقی کښې په دوما سیمې د کیمیاوی حملې په اړه هیڅ نښه نه ده موندلی .

امریکا  ،سعودی عربستان او دهغو ملګری هیوادونه په غوطه شرقی کښې په دوما سیمه کښې  د ترهګرو ډلو په ماتی سخت اندیښمن دی او په همدې وجه یې دسوریې دحکومت پرضد جعلی او چټی تورونه مطرح کړی دی او تبلیغات پیل کړی دی .