روسیې دسوریې په اړه د امریکا پریکړه لیک ویټو کړ
-
د سوریې په دوما کښې د کیمیاوي وسلو د کارول کیدا په اړه هیڅ سند او ثبوت نشته .
فارس خبری اژانس وایی روسیې پرون د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا او دهغې د ملاتړو هیوادونو د وړاندیزې پریکړه لیک مسوده چې دسوریې په دوما سیمې د ادعا وړ کیمیاوی حملې په باره کښې د تحقیق غوښتنه یې کوله رد کړه .
په ملګروملتونو کښې د روسیې سفیر واسیلی نبنزیا (Vasily Nebenzya)دامنیت شورا په غونډې کښې وویل ماسکو د واشنګټن ماجرا غوښتنو ته د نړیوالې ټولنې د ورګډولو لپاره امریکا ته د اجازې د نه ورکولو او د نړیوالې سولې او د امنیت دساتلو لپاره له ویټو(Veto) حق څخه استفاده کړی ده .
هغه وویل د امریکا او دهغې دملګرو هیوادونو وړاندیز شوی پریکړه لیک د عمومی افکارو د منحروفولو لپاره هڅه او د ټکر په لور بل ګام دی .
په ملګروملتونو کښې د روسیې سفیر واسیلی نبنزیا په دې خبرې ټینګار سره چې امریکا او دهغه ملګری هیوادونه د ملی واکمنۍ لرونکی یو هیواد(روسیه) له کوم دلیل او سند پرته تورنوی ډاګینه کړه د سوریې په دوما کښې د کیمیاوی وسلو د کارول کیدا په اړه هیڅ سند او ثبوت نشته .