بریتانیا ، فرانسه او امریکا د سوریې پرضد شوی دی
-
ایران په سیمه کښې د امریکا، لویدیځ او د سعودي عربستان له دسیسو او اقداماتو سره په مقابلې کولو کښې اساسي رول لري .
رویټرز خبری اژانس وایی د بریتانیا ، فرانسې او دامریکا مشرانو چې هر یو(۱) هیواد یې یو ډول په سوریې کښې نیغ په نیغه او غیر مستقیم ډول دترهګرو ملاتړ کوی ادعا وکړه په سوریې کښې کیمیاوی حملې ته باید غبرګون وښودل شی .
د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې(Theresa May) دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره موافقه کړی ده چې نړۍ باید په سوریې کښې د ادعا وړ دکیمیاوی حملې په اړه راپورونو ته غبرګون وښیی .
د بریتانیا دلومړۍ وزیرې ددفتر ویندوی وویل د لندن، پاریس او دواشنګټن مشرانو موافقه وکړه نړیواله ټولنه باید له کیمیاوی وسلو داستفادې دبندیز ملاتړ وکړی .
د مینځنی ختیځ په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی او د خارجه وزیر مرستیال میخائیل بوګدانف پرون وویل په سوریې د امریکا پوځی یرغل به درنې پایلې ولری .
د بریتانیا، امریکا او دفرانسې چارواکو چې هیوادونه یې هرکال په سعودی عربستان د میلیارډونو ډالروپه ارزښت وسلې خرڅوی د سعودی عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره په کتنو او دهغه د چاپلوسۍ او خپلو هیوادونو ته د سعودی عربستان دتیلو د زیاتو ډالرو د ورتلو لپاره دایران داسلامی جمهوریت پرضد د محمد بن سلمان د غلیمانه دریځونو ملاتړ وکړ .
ایران په سیمه کښې د امریکا، لویدیځ او د سعودی عربستان له دسیسو او اقداماتو سره په مقابلې کولو کښې اساسی رول لری .