د اروپا الوتکې باید د مدیترانې سمندر دپاسه الوتونه ونکړی
-
راپورونه وايي چې دامریکا ځینۍ جنګي بیړۍ دمدیترانې سمندر په لور تللي دي .
فارس خبری اژانس وایی داروپا هوایی چلند ادارې خپلو الوتکو ته خبرداری ورکړی په راتلونکو دوه اویا(۷۲) ساعتونو کښې په سوریې دتوغندوی حملې د احتمال په دلیل د مدیترانې سمندرګی دپاسه له الوت ډډه وکړی .
له تیرو څو ورځو راهسې امریکا او دهغې ملګرو هیوادونو په دوما کښې د ادعا وړ کیمیاوی حملې په پلمه په سوریې دبرید ګواښ کړی دی .
سپینې ماڼۍ وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ په هغه څه د غور لپاره چې په سوریې کښې ترسره شوی کیمیاوی حملې ته ځواب ورکول یې وباله لاتینې امریکا ته خپل سفر لغوه کړی دی .
دصهیونیسټ رژیم د« ایی څلورویشت» په نوم اینټرنیټ پاڼې د امریکا دیوه چارواکی په قول چې نوم یې نه دی اعلان شوی ادعا وکړه په سوریې کښې د پوځی اقدام لپاره د کروز توغندیو او د جنګی بیړیو په شمول ټول ضروری تجهیزات او جاجونې چمتو شوی دی .
راپورونه وایی چې دامریکا ځینۍ جنګی بیړۍ دمدیترانې سمندر په لور تللی دی .