د اروپا الوتکې باید د مدیترانې سمندر دپاسه الوتونه ونکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68956-د_اروپا_الوتکې_باید_د_مدیترانې_سمندر_دپاسه_الوتونه_ونکړی
فارس خبری اژانس وایی داروپا هوایی چلند ادارې خپلو الوتکو ته خبرداری ورکړی په راتلونکو دوه اویا(۷۲) ساعتونو کښې په سوریې دتوغندوی حملې د احتمال په دلیل د مدیترانې سمندرګی دپاسه له الوت ډډه وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2018 01:30 Asia/Kabul
  • راپورونه وايي چې دامریکا ځینۍ جنګي بیړۍ دمدیترانې سمندر په لور تللي دي .
    راپورونه وايي چې دامریکا ځینۍ جنګي بیړۍ دمدیترانې سمندر په لور تللي دي .

فارس خبری اژانس وایی داروپا هوایی چلند ادارې خپلو الوتکو ته خبرداری ورکړی په راتلونکو دوه اویا(۷۲) ساعتونو کښې په سوریې دتوغندوی حملې د احتمال په دلیل د مدیترانې سمندرګی دپاسه له الوت ډډه وکړی .

له تیرو څو ورځو راهسې امریکا او دهغې ملګرو هیوادونو په دوما کښې د ادعا وړ کیمیاوی حملې په پلمه په سوریې  دبرید ګواښ کړی دی .

سپینې ماڼۍ وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ په هغه څه د غور لپاره چې په سوریې کښې ترسره شوی کیمیاوی حملې ته ځواب ورکول یې وباله لاتینې امریکا ته خپل  سفر لغوه کړی دی .

دصهیونیسټ رژیم د« ایی څلورویشت» په نوم اینټرنیټ پاڼې د امریکا دیوه چارواکی په قول چې نوم یې نه دی اعلان شوی ادعا وکړه په سوریې کښې د پوځی اقدام لپاره د کروز توغندیو او د جنګی بیړیو په شمول ټول ضروری تجهیزات او جاجونې چمتو شوی دی .

راپورونه وایی چې دامریکا ځینۍ جنګی بیړۍ دمدیترانې سمندر په لور تللی دی .