هندي پوځیانو شپږ کشمیریان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68992-هندي_پوځیانو_شپږ_کشمیریان_ووژل
هندي پوځیانو په کشمیري معترضانو باندې په ډزو سره شپږ تنه ووژل.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Apr 11, 2018 14:47 Asia/Kabul
  • هندي پوځیانو شپږ کشمیریان ووژل

هندي پوځیانو په کشمیري معترضانو باندې په ډزو سره شپږ تنه ووژل.

د ایسوشیئیټډ پریس د رپورټ له مخې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د هندي پوځیانو او کشمیري معترضانو ترمینځ په ننۍ نښته کښې شپږ کشمیریان او یو هندي پوځي ووژل شول.

په دې نښته کښې همداشان درې نور هندي پوځیان زخمي شوي دي.

د کشمیر اعتراض کونکو خلکو په هندي پوځیانو د کاڼو ګوذارونه وکړل او د نوي ډیلي د حکومت خلاف د یولړ شعارونو په ورکولو سره یې د دغه حکومت تر کنټرول لاندې کشمیر باندې د هندوستان د واکمنۍ د ختمیدو غوښتنه وکړه.

له نښتې وروسته په سیمه کښې د انټرنیټ او موبایل سروس بند شو او د کشمیر ټول دکانونه، سوداګریز مرکزونه او همداشان ښوونځي وتړل شول.