ترکیه کښې د داعش مشهور جلاد ونیوی شو
د ترکیې امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د داعش ترهګرې ډلې اطلاعاتي کس او مشهور جلاد د دغه هیواد د ځانګړو ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
ایرنا د ترکیې د مطبوعاتو له قوله لیکلي چې د دغه هیواد د آدانا ښار له ترهګرۍ سره د مبارزې مامورانو څه موده مخکښې د سوریې په رقه سیمه کښې د داعش ډلې مشهور جلاد او مشر رید حاجي عثمان سره د اوو نورو ترهګرو، له آدانا ښار سره نزدې نیولی دی.
خبر زیاتوي چې د ترکیې استخباراتي ماموران له نیول شویو کسانو څخه د تفتیش په وخت د داعشي جلاد رید حاجي عثمان په هویت خبر شول.
د داعش ترهګرې ډلې دغه مشهور جلاد د سوریې په رقه کښې د خپلې ډلې لپاره د ډیرو وژنو او اعدامونو مسئولیت په غاړه درلود.
ویل کیږي چې د داعش ډلې له کمزورې کیدو او د سوریې له رقه ښاره د هغې د وسله والو له وتلو وروسته زیاتره ترهګر د امریکې په څارنه، د ترکیې په شمول نورو هیوادونو ته منتقل کړی شوي دي.