د پیغمبر اکرم د مبعث اختر مو مبارک شه
نن د رجب د میاشتې ۲۷ نیټه د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د مبعث کلیزه ده.
په ټول اسلامي ایران کښې په پیغمبرۍ باندې د حضرت محمد مصطفی(ص) د مبعوثیدو د اختر په شپه او ورځ د خوشالۍ جشنونه روان دي.
د ایران خلک د رجب یا بزرګې د میاشتې په ۲۷ نیټه د خوشالۍ د مراسمو او غونډو په جوړولو او د شیرنیو په ویشلو سره د اسلام د ګرانقدره پیغمبر د مبعث جشن لمانځي.
د مبعث اختر هغه ورځ ده چې رسول ا... مبارک پکښې د متعال خدای لخوا په رسالت مبعوث شوی و.
د حضرت محمد مصطفی(ص) بعثت د هغې لارې پیلامه شوه چې انسان پکښې له شرک، بې انصافۍ، تبعیض، جهل او فساده راووځي او د توحید، معنویت، عدالت او کرامت په لور لاړ شي.
مونږ هم د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د رسول ا...(ص) د بعثت د کلیزې په رارسیدو سره د نړۍ د مسلمانانو د ډیر ستر اختر په مناسبت ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته مبارکي وایو.