په سوریې برید د واکمنۍ د حق خلاف ورزۍ ده
-
دمقاومت چورلیز به دهغو دښمانانو په وړاندې چې په سیمه کښې د اسلامي هیوادونو دکمزوري کولو غوښتونکي دي په قدرت سره ودریږي .
ایرنا خبری اژانس وایی په نړیوالو چارو کښې دایران د اسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی په سوریې د امریکا ، انګلستان او دفرانسې پرونۍ حمله د نړیوالو قوانینو او د اصولو اود سوریې دحکومت او دملت د ځمکمنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ دحق ښکاره خلاف ورزۍ وبلله .
هغه وویل په داسې حال کښې چې دملګروملتونو پلټونکی د دمشق دحکومت لخوا له کیمیاوی وسلو په استفادې کښې د سوریې دمظلوم ملت او دسیمې د دښمانانو په چټی ادعا د غور لپاره دغه هیواد ته ورغلی دی او تراوسه هغوې خپلې څیړنې نه دی پیل کړی دی چې امریکا، فرانسې او انګلستان د سوریې د قانونی حکومت په حریم چې وتوانید له تیرو اوو(۷) کلونو راهسې له ترهګرو سره په مقابلې او مبارزې کښې ترټولو بد شرایط وزغمی او زیات بریالیتوبونه او بریاوې لاس ته راوړی حمله وکړه .
علی اکبر ولایتی وویل دمقاومت چورلیز به دهغو دښمانانو په وړاندې چې په سیمه کښې د اسلامی هیوادونو دکمزوری کولو غوښتونکی دی په قدرت سره ودریږی .