دسوریې دافع هوا یواویا ویشتل شوی توغندی شنډ کړی
-
دسوریې دافع هوا سیسټم له یوسل دریو(۱۰۳) ویشتل شویو توغندیو څخه یواویا(۷۱) توغندي نسکور کړي دي .
زمونږ خبریال وایی د روسیې دپوځ مشر جنرال سرګی رود سکوی(Colonel General Sergei Rudskoi,) وویل دسورېې دافع هوا سیسټم(Syrian air defences) چې دپخوانی شوروی د وخت دی د امریکا، انګلستان، او دفرانسې اکثره ویشتل شوی توغندی نسکور کړی دی .
هغه وویل د امریکا، انګلستان او فرانسې حملو دسوریې پوځی مرکزونو ته لږ شان تاوان رسولی دی او دسوریې دافع هوا سیسټم له یوسل دریو(۱۰۳) ویشتل شویو توغندیو څخه یواویا(۷۱) توغندی نسکور کړی دی .
روسیې ویلی دی زمونږ پوځی سلاکارانو په تیرو اتلسو(۱۸) میاشتو کښې په کامل ډول د سوریې د پوځ دافع هوا سیسټم له سره منظم کړی دی او زیاته یې کړه د امریکا د انګلستان او دفرانسې د ګڼ شمیر توغندیو له مینځه وړل د سوریې د وسلو د ډیرې اغیزشیندنې ښودنه کوی ځکه چې مونږ پوځی کارپیژاندو د سوریې عسکرو ته په ښه ډول روزنه ورکړی ده .
د سوریې د پوځ مشرجنرال سرګی رود سکوی وویل دسوریې پوځ د پخوانی شوروی دوخت دافع هوا سیسټم په اغیزشیندونکی ډول استعمال کړ او د سوریې په څلورو هوایی اډو ټول ویشتل شوی توغندی یې نسکور کړل .