دسوریې دافع هوا یواویا ویشتل شوی توغندی شنډ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69160-دسوریې_دافع_هوا_یواویا_ویشتل_شوی_توغندی_شنډ_کړی
زمونږ خبریال وایی د روسیې دپوځ مشر جنرال سرګی رود سکوی(Colonel General Sergei Rudskoi,) وویل دسورېې دافع هوا سیسټم(Syrian air defences) چې دپخوانی شوروی د وخت دی د امریکا، انګلستان، او دفرانسې اکثره ویشتل شوی توغندی نسکور کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2018 00:35 Asia/Kabul
  • دسوریې دافع هوا سیسټم  له یوسل دریو(۱۰۳) ویشتل شویو توغندیو څخه یواویا(۷۱) توغندي نسکور کړي دي .
    دسوریې دافع هوا سیسټم له یوسل دریو(۱۰۳) ویشتل شویو توغندیو څخه یواویا(۷۱) توغندي نسکور کړي دي .

زمونږ خبریال وایی د روسیې دپوځ مشر جنرال سرګی رود سکوی(Colonel General Sergei Rudskoi,) وویل دسورېې دافع هوا سیسټم(Syrian air defences) چې دپخوانی شوروی د وخت دی د امریکا، انګلستان، او دفرانسې اکثره ویشتل شوی توغندی نسکور کړی دی .

هغه وویل د امریکا، انګلستان  او فرانسې حملو دسوریې پوځی مرکزونو ته لږ شان تاوان رسولی دی او دسوریې دافع هوا سیسټم  له یوسل دریو(۱۰۳) ویشتل شویو توغندیو څخه یواویا(۷۱) توغندی نسکور کړی دی .

روسیې ویلی دی زمونږ پوځی سلاکارانو په تیرو اتلسو(۱۸) میاشتو کښې په کامل ډول د سوریې د پوځ دافع هوا سیسټم له سره منظم کړی دی او زیاته یې کړه د امریکا د انګلستان او دفرانسې د ګڼ شمیر توغندیو له مینځه وړل د سوریې د وسلو د  ډیرې اغیزشیندنې ښودنه کوی ځکه چې مونږ پوځی کارپیژاندو د سوریې عسکرو ته په ښه ډول روزنه ورکړی ده .

د سوریې د پوځ مشرجنرال  سرګی رود سکوی وویل دسوریې پوځ د پخوانی شوروی دوخت دافع  هوا سیسټم په اغیزشیندونکی ډول استعمال کړ او د سوریې په څلورو هوایی اډو  ټول ویشتل شوی توغندی یې نسکور کړل .