سوریې له ترهګرۍ سره په مبارزې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69166-سوریې_له_ترهګرۍ_سره_په_مبارزې_ټینګار_وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری په خپل هیواد د امریکا، د بریتانیا او دفرانسې د تیری په غندلو سره وویل له ټولو دباونو سره سره د لویدیځ تر ملاتړ لاندې ترهګرو سره مبارزې ته دوام ورکړو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2018 01:12 Asia/Kabul
  • سوریه د ځان ددفاع حق لري او دغه تیري ته به ځواب ورکړي .
    سوریه د ځان ددفاع حق لري او دغه تیري ته به ځواب ورکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری په خپل هیواد د امریکا، د بریتانیا او دفرانسې د تیری په غندلو سره وویل له ټولو دباونو سره سره د لویدیځ تر ملاتړ لاندې ترهګرو سره مبارزې ته دوام ورکړو .

هغه دملګروملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډې کښې چې  په سوریې د امریکا، انګلستان او دفرانسې له غیر قانونی او یواړخیزه حملې وروسته د روسیې په غوښتنه ترسره شوه وویل له ترهګرۍ سره د دمشق مبارزه به دوام ولری .

په  ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری په خپل هیواد کښې په ځینو مرکزونو د امریکا، انګلستان او دفرانسې حمله دنړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ وبلله او ویې ویل د دغه حملې هدف د لویدیځ تر ملاتړ لاندې ترهګرو سره د  مبارزې په خاطر د سوریې د حکومت تر دباو لاندې راوستل دی .

هغه وویل امریکا، بریتانیا او دفرانسه دې باید پوهه شی په سوریې د ترهګرو د حملو  له اتو(۸) کلونو وروسته چې دغه درې (۳)هیوادونه یې ملاتړ کوی مونږ سست نکړی او مونږ به له ټروریسټانو سره مبارزې ته دوام ورکړو او هوډمن یوو چې د تیریو په وړاندې مقاومت وکړو .

په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری وویل سوریه د ځان ددفاع حق لری او دغه تیری ته به ځواب ورکړی .