سوریې له ترهګرۍ سره په مبارزې ټینګار وکړ
-
سوریه د ځان ددفاع حق لري او دغه تیري ته به ځواب ورکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری په خپل هیواد د امریکا، د بریتانیا او دفرانسې د تیری په غندلو سره وویل له ټولو دباونو سره سره د لویدیځ تر ملاتړ لاندې ترهګرو سره مبارزې ته دوام ورکړو .
هغه دملګروملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډې کښې چې په سوریې د امریکا، انګلستان او دفرانسې له غیر قانونی او یواړخیزه حملې وروسته د روسیې په غوښتنه ترسره شوه وویل له ترهګرۍ سره د دمشق مبارزه به دوام ولری .
په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری په خپل هیواد کښې په ځینو مرکزونو د امریکا، انګلستان او دفرانسې حمله دنړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ وبلله او ویې ویل د دغه حملې هدف د لویدیځ تر ملاتړ لاندې ترهګرو سره د مبارزې په خاطر د سوریې د حکومت تر دباو لاندې راوستل دی .
هغه وویل امریکا، بریتانیا او دفرانسه دې باید پوهه شی په سوریې د ترهګرو د حملو له اتو(۸) کلونو وروسته چې دغه درې (۳)هیوادونه یې ملاتړ کوی مونږ سست نکړی او مونږ به له ټروریسټانو سره مبارزې ته دوام ورکړو او هوډمن یوو چې د تیریو په وړاندې مقاومت وکړو .
په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری وویل سوریه د ځان ددفاع حق لری او دغه تیری ته به ځواب ورکړی .