د سوریې غوطه شرقی سیمه په کامل ډول ازاده شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69168-د_سوریې_غوطه_شرقی_سیمه_په_کامل_ډول_ازاده_شوه
زمونږخبریال وایی د سوریې پوځ بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې په ریف دمشق ولایت کښې د غوطه شرقی (Eastern Ghouta)سیمې په کامل ډول له ترهګرو د پاکولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2018 01:22 Asia/Kabul
  • په غوطه شرقې سیمه کښې دترهګرو په کامل ډول ماتي خوړل امریکا، انګلستان، فرانسه ، سعودي عربستان ، صهیونیسټ رژیم او نورو عرب او اروپايي هیوادونه غصه کړي .
    په غوطه شرقې سیمه کښې دترهګرو په کامل ډول ماتي خوړل امریکا، انګلستان، فرانسه ، سعودي عربستان ، صهیونیسټ رژیم او نورو عرب او اروپايي هیوادونه غصه کړي .

زمونږخبریال وایی د سوریې پوځ بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې په ریف دمشق ولایت کښې د غوطه شرقی (Eastern Ghouta)سیمې په کامل ډول له ترهګرو د پاکولو خبر ورکړ .

غوطه شرقی دسوریې د پلازمینې دمشق ته نږدې یوه(۱) ستراتیژیکه سیمه ده چې ترهګرو له تیرو څو کلونو راهسې هره ورځ له خپل نیواک لاندې سیمو څخه ددمشق په هستوګنو سیمو په راکټونو او هوانونو سره حملې کولې .

په غوطه شرقې سیمه کښې دترهګرو په کامل ډول ماتی خوړل امریکا، انګلستان، فرانسه ، سعودی عربستان ، صهیونیسټ رژیم او نورو عرب او اروپایی هیوادونه غصه کړی او ځکه خو هغوې پرون  په سوریې توغندوی حمله وکړه چې ترهګرو ته روحیه او مورال ورکړی او ورته ووایی چې مونږ دتاسو ملاتړ ته دوام ورکوو .

دسوریې پوځ په دغه بیانیې کښې ویلی دی په هیواد د امریکا ، انګلستان او دفرانسې له حملې سره د هیواد د  دافع هوا سیسټم له مقابلې سره په یووخت د غوطه شرقی کلی او ښارونه په کامل ډول د وسله والو ترهګرو له نیواک څخه پاک شوی دی .

د غوطه شرقی په کامل ډول له ازادیدا وروسته د سوریې د ماینونو د کشفولو او شنډولو ډلو خپل عملیات پیل کړی دی .