په سوریې برید د نړیوالو قوانینو پرضد دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69170-په_سوریې_برید_د_نړیوالو_قوانینو_پرضد_دی
زمونږخبریال وایی په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی واسیلی نبنزیا(Vasily Nebenzya) پرون د امنیت شورا په بیړنۍ غونډې کښې په سوریې د امریکا په مشرۍ د لویدیځ دائتلاف حمله د ملګروملتونو دمنشور اودنړیوال قانون پرخلاف وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2018 01:37 Asia/Kabul
  • دامریکا له داخلي سیاستونو د انګلستان او د فرانسې پیروۍ د شرم وړ خبره ده .
    دامریکا له داخلي سیاستونو د انګلستان او د فرانسې پیروۍ د شرم وړ خبره ده .

زمونږخبریال وایی په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی واسیلی نبنزیا(Vasily Nebenzya) پرون د امنیت شورا په بیړنۍ غونډې کښې په سوریې د امریکا په مشرۍ د لویدیځ دائتلاف حمله د ملګروملتونو دمنشور اودنړیوال قانون پرخلاف وبلله .

هغه وویل  امریکا او ملګرو یې د امنیت شورا له اجازې پرته او د ملګروملتونو دمنشور او دنړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ سره په سوریې یواړخیزه حمله وکړه .

هغه وویل دامریکا له داخلی سیاستونو د انګلستان او د فرانسې پیروۍ د شرم وړ خبره ده .

په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی میرمن نیکې هیلې هم دامنیت شورا په غونډې کښې ادعا وکړه په سوریې حملې رواوالی درلود او په سوریې کښې د واشنګټن ستراتیژۍ نه ده بدله شوی .

په ملګروملتونو کښې د بریتانیا استازی میتئو ریکرافټ هم دامنیت شورا په غونډې کښې ادعا وکړه  په سورېې د پرون ورځې توغندوی حملې دقیقې او اغیزشیندونکی وې او مونږ  د له مینځه وړل شویو هدفونو په اړه دقیق اطلاعات لرو .

په ملګروملتونو کښې د فرانسې استازی فرانسوا دلاتره هم ادعا وکړه  فرانسه هیڅ شک نلری چې د سوریې حکومت په دوما (Douma)سیمه کښې له کیمیاوی وسلو استفاده کړی ده .

دملګروملتونو امنیت شورا بیګا  د روسیې په غوښتنه یوه غونډه وکړه چې په سوریې د امریکا په مشرۍ د لویدیځ د ائتلاف په حملې غور وکړی خو له هیڅ نتیجې پرته پاې ته ورسیده .