د کیمیاوی وسلو پلټونکی دسوریې دوما ته ورځی
-
امریکا، انګلستان، فرانسه له سعودي عربستان، قطر سره یوځاې په عراق او سوریې کښې دترهګرو دلو ستر ملاتړي هیوادونه دي .
زمونږخبریال وایی د روسیې چارواکو وویل د کیمیاوی وسلو نړیوالو پلټونکو(International chemical weapons inspectors) ته به اجازه ورکړل شی چې د سوریې په دوما سیمه کښې د امریکا او د انګلستان د ادعا وړ کیمیاوی حملې د ځاې کتنه وکړی .
پاخه راپورنه وایی چې انګلستان د سوریې په دوما سیمه کښې چې ترهګر پکښې وو د کیمیاوی ګازونو حمله کړی وه چې په سوریې د حملې لپاره یوه (۱)پلمه رامینځته کړی .
روسیه ټینګار کوی چې په سوریې کښې په دوما سیمه کښې چې اوس له ترهګرو ازاده شوی ده دکیمیاوی حملې په اړه عکسونه او ویډیوګانې جعلی دی چې د انګلستان د جاسوسۍ ادارو په مرستې سره جوړې او خپرې شوی دی .
روسیې ویلی دی چې ماسکو د سوریې په دوما سیمه کښې د ادعا وړ کیمیاوی وسلو دحملې سیمې ته د کیمیاوی وسلو د بندیز د موسسې د حقیقت موندونکی پلاوی د ورتلو په لاره کښې هیڅ ډول خنډ نه رامینځته کوی .
امریکا ، بریتانیا او فرانسې په جعلی پلمو او له کوم ثبوت پرته څو ورځې مخکې په سوریې توغندوی بریدونه وکړل خو هیڅ ګټه یې ترلاسه نکړه بلکې ددغو دریو(۳) هیوادونو اصلی څیره ټولې دنیا ته ښکاره شوه .
امریکا، انګلستان، فرانسه له سعودی عربستان، قطر، ترکیې، متحده عربی اماراتو، اردن، اسرائیلو ،بحرین ، کویت وغیره سره یوځاې په عراق او سوریې کښې دترهګرو دلو ستر ملاتړی هیوادونه دی .