په سوریې کښې دلویدیځو هیوادونو نورې وسلې کشف شوی
-
په دوما ښار کښې د ترهګرو یوشمیر ټونلونه هم کشف شوي دي .
زمونږ خبریال وایی د سورېې پوځیانو ددمشق د غوطه شرقی په دوما(Douma) ښار کښې د ترهګرو په یوه ګودام کښې د لویدیځو هیوادونو جوړې ګڼ شمیر وسلې کشف کړې .
په دغو وسلو او مهماتو کښې ګڼ شمیر ګیراډ توغندی ، د زغرګاډو ضد توغندی ، کاتیوشا توغندی او د توغندیو د ویشتلو دستګاوانې او هوانونه شامل دی .
دسوریې د ریف دمشق په غوطه شرقی کښې ددوما ښار دننه د ترهګرو په لاس داسې کیندل شوی ټونلونه کشف شوی دی چې ګاډی د ځمکې لاندې په شل(۲۰) کلومیټره ژوروالی کښې په اسانۍ سره تګ راتګ کولی شی .
ویل کیږی چې دغه ټونلونه په بریښنا او ارتباطاتی سیسټم سمبال دی او یو(۱) ټونل د ترهګرو روغتون ته لاره هم لری .
راپورونه وایی چې ترهګرو او دهغوې ملاتړو عربو او اروپایی هیوادونو ددغو ټونلونو او دهغوې دپیاوړی جوړولولپاره کلونه کلونه وخت لګولی دی چې ډیر کلونه په سوریې کښې پاتې شی خو دسوریې پوځ ترهګرو ته ماتی ورکړه او دوما ښار یې ازاد کړ.