فرانسې ومنله چې په سوریې حمله بې نتیجې وه
-
دفرانسې سیاستوالانو په سوریې حملې کښې د ولسمشر امانوئل ماکرون دګډون کولو فیصله په کلکه غندلي ده .
زمونږ خبریال وایی د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون (Emmanuel Macron)چې په سوریې وروستۍ حملې کښې د ګډون په خاطر په هیواد کښې له پراخو نیوکو سره مخ دی پرون اعتراف وکړ داډول بریدونه د سوریې کړکیچ نه حل کوی .
دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون چې هیواد یې له امریکا، انګلستان، سعودی عربستان، قطر ، ترکیې ، اردن ، اسرائیلواو ځینو نورو عربو اواروپایی هیوادونو سره یوځاې په سوریې او عراق کښې دترهګرو ستر ملاتړی دی په سوریې د امریکا ،انګلستان او د فرانسې د وروستیتو توغندوي بریدونو په بې نتیجې کیدا اعتراف سره وویل د سوریې له بندون څخه د وتلو لپاره د سوله ایزې حل لارې دموندلو لپاره چمتو یوو چې د ایران ، روسیې او د ترکیې په شمول په سوریې کښې له ټولو موجودو لورو او حتی د سوریې له حکومت سره خبرې وکړو .
ماکرون له ټولو هیوادونو وغوښتل له هغه څه سره چې هغه په سوریې کښې له ملکی خلکو سره د مرستې لپاره بشردوستانه هڅه وبلله یوځاې شی .
له امریکا او انګلستان سره یوځاې دسوریې پرضد پوځی حملې کښې د فرانسې ګډون ددغه هیواد د سیاستوالانو لخوا سخت اعتراضونه لرلی دی .
دفرانسې سیاستوالانو په سوریې حملې کښې د ولسمشر امانوئل ماکرون دګډون کولو فیصله په کلکه غندلی ده .