فرانسې ومنله چې په سوریې حمله بې نتیجې وه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69376-فرانسې_ومنله_چې_په_سوریې_حمله_بې_نتیجې_وه
زمونږ خبریال وایی د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون (Emmanuel Macron)چې په سوریې وروستۍ حملې کښې د ګډون په خاطر په هیواد کښې له پراخو نیوکو سره مخ دی پرون اعتراف وکړ داډول بریدونه د سوریې کړکیچ نه حل کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2018 00:49 Asia/Kabul
  • دفرانسې سیاستوالانو په سوریې حملې کښې د ولسمشر امانوئل  ماکرون دګډون کولو فیصله په کلکه غندلي ده .
    دفرانسې سیاستوالانو په سوریې حملې کښې د ولسمشر امانوئل ماکرون دګډون کولو فیصله په کلکه غندلي ده .

زمونږ خبریال وایی د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون (Emmanuel Macron)چې په سوریې وروستۍ حملې کښې د ګډون په خاطر په هیواد کښې له پراخو نیوکو سره مخ دی پرون اعتراف وکړ داډول بریدونه د سوریې کړکیچ نه حل کوی .

دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون چې هیواد یې له امریکا، انګلستان، سعودی عربستان، قطر ، ترکیې ، اردن ، اسرائیلواو ځینو نورو عربو اواروپایی هیوادونو سره یوځاې په سوریې او عراق کښې دترهګرو ستر ملاتړی دی په سوریې د امریکا ،انګلستان او د فرانسې د وروستیتو توغندوي  بریدونو په بې نتیجې  کیدا اعتراف سره وویل د سوریې له بندون څخه د وتلو لپاره د سوله ایزې حل لارې دموندلو لپاره چمتو یوو چې د ایران ، روسیې او د ترکیې په شمول په سوریې کښې له ټولو موجودو لورو او حتی د سوریې له حکومت سره خبرې وکړو .

ماکرون  له ټولو هیوادونو وغوښتل له هغه څه سره چې هغه په سوریې کښې له ملکی خلکو سره د مرستې لپاره بشردوستانه هڅه وبلله یوځاې شی .

له امریکا او انګلستان سره یوځاې دسوریې پرضد پوځی حملې کښې د فرانسې ګډون ددغه هیواد د سیاستوالانو لخوا سخت اعتراضونه لرلی دی .

دفرانسې سیاستوالانو په سوریې حملې کښې د ولسمشر امانوئل  ماکرون دګډون کولو فیصله په کلکه غندلی ده .