په امریکاکې د زرګونو محصیلینو اعتراضونو دسپینې ماڼۍچارواکی لالهانده کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69566-په_امریکاکې_د_زرګونو_محصیلینو_اعتراضونو_دسپینې_ماڼۍچارواکی_لالهانده_کړی_دی
د امریکا زیاتره ښارونه پرون جمعې ورځې په دغه هیواد کې د وسلو دپیر پلور د آزادۍ دکنټرولولو دغوښتنې او وسلوالو تاؤتریخوالو د قربانیانو په یاد کې د دغه هیواد د ښونځیو اوپوهنتونونو د محصیلینو اوزده کونکو له خوا سترې اعتراضیه مظاهرې شوی دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 21, 2018 02:01 Asia/Kabul
  •  په امریکاکې د زرګونو محصیلینو اعتراضونو دسپینې ماڼۍچارواکی لالهانده کړی دی

د امریکا زیاتره ښارونه پرون جمعې ورځې په دغه هیواد کې د وسلو دپیر پلور د آزادۍ دکنټرولولو دغوښتنې او وسلوالو تاؤتریخوالو د قربانیانو په یاد کې د دغه هیواد د ښونځیو اوپوهنتونونو د محصیلینو اوزده کونکو له خوا سترې اعتراضیه مظاهرې شوی دی.

 زمونږخبریال راپورراکړ    د امریکا    دسپیڼې ماڼۍ په وړاندې  هم دامریکا په سلګونوم  محصیلینو  په غونډیدو سره  په  دغه هیواد کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدا او دوسلو  په ګرځولو   په اعتراض کې مظاهر ه کړې ده .

  راپور ښئ دغه  مظاهره په داسې حال کې ترسره شوی ، چې   د  امریکا زیاتره ښارونه پرون جمعې ورځې    په دغه هیواد کې د   وسلو دپیر پلور  د آزادۍ  دکنټرولولو  دغوښتنې او وسلوالو تاؤتریخوالو د  قربانیانو  په  یاد کې  د دغه هیواد د ښونځیو اوپوهنتونونو   د محصیلینو اوزده کونکو له  خوا   سترې اعتراضیه مظاهرې   شوی دی.

 امریکا  د تاؤتریخوالو ، برمتګرۍ ا و وسلوالو حملو له  نه ختمیدونکی څپې سره لاس اوګریوان شوې ده .

   د امریکا په بیلابیلو سیمو کې  د ډزو  له امله   په کال کې په لسګونو زره خلکو ته مرګ ژوبلې اوړی . د رسمی  راپورونو په اساس،  په امریکا کې   له کابو دوه سوه اویا میلیونو تر درې سوه میلیونو پورې ګرمې وسلې موجودې دی ، یعنی  په دغه هیواد کې د  هر کس په سر یوه وسله   موجوده ده چې د دغه هیواد  خلک ئې تر پوزې راوستی دی او دا دامریکا  واکوالان دی چې د وسلو دپیر پلور د لابیو  دنفوذ له امله  ئې  تر دې دمه دوسلو دپیر پلو ر او  ګرځولو دآزادۍ د کنټرولولو په باب هیڅ ډول قانون   نه د ی     پلان کړی  او   امریکایان ئې د وسلو دپیرپلور  او ګرځونکو په رحم وکرم پریښودلی دی .