شمالی کوریا نور اټومی وسلې او توغندی نه ازمویی
-
د اټومي وسلو او دتوغندیو د ازمویلو د بندیدا کار له نن څخه عملي شوی دی .
زمونږ خبریال وایی شمالی کوریا وویل چې دغه هیواد به د اټومی وسلو او د بلاسټیک توغندیو ازمویل . بند کړی او داټومی وسلو د ازمویلو مرکز هم بندوی .
دغه بدلونونه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالی کوریا دمشر کیم جونګ ان ترمینځ له احتمالی کتنې او خبرو مخکې ترسره کیږی .
دشمالی کوریا حکومتی خبری اژانس کی سی این ای(KSNA) وویل د اټومی وسلو او دتوغندیو د ازمویلو د بندیدا کار له نن څخه عملی شوی دی .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه (۱)پیغام کښې ددغه خبر په اړه مبارکی وویله او ویې ویل دغه دشمالی کوریا او دنړۍ لپاره ډیر ښه خبر دی .
دانګلستان خارجه وزارت د شمالی کوریا لخوا داټومی وسلو او توغندیو د ازموینو ختمول یو(۱) مثبت ګام دی .
داروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرۍ میرمن فیډریکا موګرینی وویل دغه اقدام دهغه پروسې برخه دی کوم چې مونږ باید د بشپړه ، اغیزشیندونکی او د بیرته نه ستنیدونکی اټومی بې وسلې کیدا په لور بوځی .
د شمالی کوریا د اټومی وسلو او دتوغندیو د ازمویلو دختمولو خبر د شمالی کوریا او دجنوبی کوریا د ولسمشرانو ترمینځ له کتنې یوه (۱)اونۍ وروسته راځی .
دجنوبی کوریا د ولسمشر دفتر هم دشمالی کوریا د اعلان هرکلی وکړ او هغه یې د اټومی بې وسلې کیدا په لور له معنا ډګ پرمختګ وباله .
دشمالی کوریا د ولسمشر دفتر وویل دغه چاره به د شمالی او جنوبی کوریا او دغه راز د شمالی کوریا او دامریکا ترمینځ د راتلونکو غونډو لپاره یو(۱) ډیر مثبت چاپیریال رامینځته کړی .