لویدیځو هیوادونو ددوما په اړه حقایق بدل کړی دی
-
دسوریې په دوما کښې ځینې کسان انګلستان دخپلې جاسوسۍ ادارې ایم ايي سیکس(MI6) د عواملو په وسیله په کیمیاوي ګازونو سره وژلي .
زمونږخبریال وایی دروسیې دبهرنیو چارو د وزارت ویندویې میرمن ماریا زاخارووا (Maria Zakharova)وویل لویدیځو هیوادونو دسوریې په دوما(Douma) کښې د کیمیاوی ګازونو په ارتباط حقیقتونه تحریف او بدل کړی دی .
هغې وویل ماسکو دسوریې په دوما کښې د حقایقو د تحریفولو د ډیرو موردونو په اړه خپه دی .
د روسیې دباندنیو چارو دوزارت ویندویې میرمن زخارووا وویل د حقایقو داډول تحریفیدل او وینا د لویدیځو هیوادونو دچارواکو په ډیرو بیانیو کښې لیدلی شو.
هغې په دې خبرې سره چې لویدیځ هیوادونه باید د ملګروملتونو دکیمیاوی وسلو د پراختیا دبندیز د ادارې په تحقیقاتو کښې له کارړنګونې ډډه وکړی وویل دماسکو او دنړۍ دهیوادونو له نظره دا ډول اقدامات دمنلو وړ نه دی .
زاخارووا وویل د ملګروملتونو د کیمیاوی وسلو د پراختیا دبندیز د ادارې د غړیو امنیت دسوریې او د روسیې د عسکرو لخوا چې په سوریې کښې شتون لری تضمین شوی دی .
دسوریې په دوما کښې ځینې کسان انګلستان دخپلې جاسوسۍ ادارې ایم ایی سیکس(MI6) د عواملو په وسیله په کیمیاوی ګازونو سره وژلی دی او بیا یې عکسونه او ویډیوګانې جوړې کړی دی چې ووایی دغه حمله د سوریې عسکرو کړی ده چې په دغه هیواد دحملې لپاره یوه (۱)پلمه ولری .