دسوریې عسکرو دمشق ته نږدې بله سیمه ازاده کړه
-
د« الزین »او دنورو سیمو ازادیدل دترهګرو ډلو له هوان حملو د دغو سیمو د خلاصیدا په معنا دي .
زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځیانو پرون د پلازمینې دمشق په جنوب کښې« الزین» سیمه د ترهګرو له نیواک څخه ازاده کړه او په پوځی عملیاتو کښې د «جیش الاسلام» وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې په لسګونو غړی مړه یا ژوبل شول .
دسوریې دپوځ قوماندانو وویل په غوطه شرقی(Ghouta) کښې د« الزین »او دنورو سیمو ازادیدل دترهګرو ډلو له هوان حملو د دغو سیمو د خلاصیدا په معنا دی .
د سوریې د پلازمینې دمشق په خوا کښې په ځینو سیمو د ترهګرو ډلو په تیرو دریو(۳) کلونو حملو کښې په زرګونو ملکی خلک مړه او ژوبل شوی .
په تیرو څو ورځو کښې د جیش السلام ترهګرې ډلې په شمول ګڼ شمیر ټروریسټی ډلې د سختو مرګ ژوبلو او تاوانونو په زغملو سره ددمشق په خوا کښې له سیمو وتلی دی .
امریکا، سعودی عربستان، انګلستان ، فرانسې ،ترکیې ، قطر ، اردن ،اسرائیلو ، بحرین ، کویت ، متحده عربی اماراتو او ځینونوروعربو او اروپایی هیوادونو له ټولې دنیا ترهګر سوریې او عراق ته بیولی وو چې ددغو دوو(۲) هیوادونو حکومتونو نسکور کړی او د اسرائیلو لپاره امن حاشیه رامینځته کړی خو دوې سخته ماتی وخوړله .