دسوریې عسکرو دمشق ته نږدې بله سیمه ازاده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69628-دسوریې_عسکرو_دمشق_ته_نږدې_بله_سیمه_ازاده_کړه
زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځیانو پرون د پلازمینې دمشق په جنوب کښې« الزین» سیمه د ترهګرو له نیواک څخه ازاده کړه او په پوځی عملیاتو کښې د «جیش الاسلام» وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې په لسګونو غړی مړه یا ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2018 00:13 Asia/Kabul
  •  د« الزین »او دنورو سیمو ازادیدل دترهګرو ډلو له هوان  حملو د دغو سیمو د خلاصیدا په معنا دي .
    د« الزین »او دنورو سیمو ازادیدل دترهګرو ډلو له هوان حملو د دغو سیمو د خلاصیدا په معنا دي .

زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځیانو پرون د پلازمینې دمشق په جنوب کښې« الزین» سیمه د ترهګرو له نیواک څخه ازاده کړه او په پوځی عملیاتو کښې د «جیش الاسلام» وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې په لسګونو غړی مړه یا ژوبل شول .

دسوریې دپوځ قوماندانو وویل په غوطه شرقی(Ghouta) کښې د« الزین »او دنورو سیمو ازادیدل دترهګرو ډلو له هوان  حملو د دغو سیمو د خلاصیدا په معنا دی .

د سوریې د پلازمینې دمشق په خوا کښې په ځینو سیمو د ترهګرو ډلو په تیرو دریو(۳) کلونو حملو کښې په زرګونو ملکی خلک مړه او ژوبل شوی .

په تیرو څو ورځو کښې د جیش السلام ترهګرې ډلې په شمول ګڼ شمیر ټروریسټی ډلې د سختو مرګ ژوبلو او تاوانونو په زغملو سره ددمشق په خوا کښې له سیمو وتلی دی .

امریکا، سعودی عربستان، انګلستان ، فرانسې ،ترکیې ، قطر ، اردن ،اسرائیلو ، بحرین ، کویت ، متحده عربی اماراتو او ځینونوروعربو او اروپایی هیوادونو له ټولې دنیا ترهګر سوریې او عراق ته بیولی وو چې ددغو دوو(۲) هیوادونو حکومتونو نسکور کړی او د اسرائیلو لپاره امن حاشیه رامینځته کړی خو دوې سخته ماتی وخوړله .