دیمن د صالح صماد شهادت ته به غبرګون وښودل شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69776-دیمن_د_صالح_صماد_شهادت_ته_به_غبرګون_وښودل_شی
ایرنا خبری اژانس وایی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثی (Abdul-Malik Badreddin al-Houthi)پرون ددغه هیواد د لوړې سیاسی شورا د مشر صالح صماد شهادت ته په غبرګون کښې وویل د صالح صماد په وژلو کښې د سعودی عربستان د ال سعود رژیم دغه جنایتکاره اقدام ته به ځواب ورکړل شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2018 00:48 Asia/Kabul
  • د صالح صماد شهادت به د تیریګرو په وړاندې د داخلي جبهو د پیاوړتیا او د پایدارۍ لپاره د ملت انګیزه نوره هم زیاته کړي .
    د صالح صماد شهادت به د تیریګرو په وړاندې د داخلي جبهو د پیاوړتیا او د پایدارۍ لپاره د ملت انګیزه نوره هم زیاته کړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثی (Abdul-Malik Badreddin al-Houthi)پرون ددغه هیواد د لوړې سیاسی شورا د مشر صالح صماد شهادت ته په غبرګون کښې وویل د صالح صماد په وژلو کښې د سعودی عربستان د ال سعود رژیم دغه جنایتکاره اقدام ته به ځواب ورکړل شی .

هغه په دې خبرې سره چې دیمن انصار الله غورځنګ د سعودی عربستان تیریګر ځواکونه چې په سر کښې یې امریکا ده د سیاسی لوړې شورا دمشر صالح صماد د شهادت مسول بولی زیاته کړه د صالح صماد شهادت به د تیریګرو په وړاندې د داخلی جبهو د پیاوړتیا او د پایدارۍ لپاره د ملت انګیزه نوره هم زیاته کړی .

د یمن دانصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثی په دې خبرې ټینګار سره چې دصالح صماد شهادت به د تیریګرو لپاره هیڅ نتیجه نلری وویل دهیواد دلوړې سیاسی شورا د  ارواښاد مشر صالح صماد د جنازې په مراسمو کښې د هیواد دخلکو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه .

د یمن دلوړې سیاسی شورا مشر صالح صماد په تیرې  پنجشنبې ورځ په حدیده(Al Hudaydah) ولایت کښې د سعودی عربستان د تیریګرو جنګی الوتکو په حملو کښې شهید کړی شوی وو .

له صالح صماد سره شپږ(۶) نور ملګری هم د عربستان په حملې کښې شهیدان شوی وو .

په یمن دسعودی عربستان په حملو کښې چې دامریکا، اسرائیلو ، متحده عربی اماراتو او انګلستان وغیره  په مرستې او ملاتړ سره کیږی تراوسه ددغه بې وزله هیواد په لسګونو زره خلک مړه او ژوبل شوی او بیخ بنایانې تباه شوی دی .