په سوریه کښې کیمیاوي کارپوهان د لویدیځ تر دباؤ لاندې دي
Apr 24, 2018 16:10 Asia/Kabul
یو روسي چارواکي وویل: د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د سازمان هغه کارپوهان چې په سوریه کښې فعالیت کوي، د لویدیځ تر دباؤ لاندې دي څو د هغوي له موخو سره سم رپورټونه تیار کړي.
د روسیې د خارجه وزارت د ډل وژونکو وسلو د پراختیا د منعې او وسلو د کنټرول د دادارې مدیر ولادیمیر یرماکوف ریانووستي خبري آژانس ته په مرکه کښې وویل: د لویدیځ او امریکې لخوا په سوریه کښې د کیمیاوي وسلو د منعې د ادارې پر څیړونکو دباؤ اچول کیږي څو له قدرته د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د څنګته کیدو په لړ کښې د امریکې هدف تعقیب کړي.
یرماکوف په دې خبرې سره چې امریکا او انډیوالو هیوادونو یې په سوریې باندې د حملې لپاره پلمې ته ضرورت درلود، زیاته کړه: امریکې په سوریې باندې د حملې لپاره تراوسه دوه ځلې دا حربه کارولې ده.
ټیګونه