هندي پوځیانو شپږ کشمیریان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69894-هندي_پوځیانو_شپږ_کشمیریان_ووژل
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د کشمیري مبارزانو او هندي پوځیانو ترمینځ نښته کښې څلور کشمیریان او دوه هندي پوځیان وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2018 11:04 Asia/Kabul
  • هندي پوځیانو شپږ کشمیریان ووژل

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د کشمیري مبارزانو او هندي پوځیانو ترمینځ نښته کښې څلور کشمیریان او دوه هندي پوځیان وژل شوي دي.

د هندوستان امنیتي چارواکو ادعا وکړه چې د کشمیر په ترال سیمه کښې په پرونیو نښتو کښې وړومبۍ په دغې سیمې کښې مبارزنو د هندوستان په امنیتي ځواکونو ډزې وکړې چې پکښې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور زخمي شول.

دا په داسې حال کښې دي چې د کشمیر خلکو د هندوستان د امنیتي ځواکونو ادعاوې دروغ وبللې او د هندي پوځیانو په لاس د کشمیریانو په وژلې باندې په اعتراض کښې یې مظاهرې وکړې او دکانونو او سوداګریز مرکزونه یې بند کړل.

کلونه وشول چې هند د کشمیر په مختلفو سیمو کښې د پوځیانو په دیره کولو سره هغه تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي او په تیرو دریو لسیزو کښې پکښې له ۶۸ زرو زیات کسان وژل شوي دي.