په اوبو کښې ارام وکړئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69896-په_اوبو_کښې_ارام_وکړئ
زمونږ خبریال وایی له وړکتون او ماشومتوب سره اړونده یو(۱) یاد د اوبو(Water) دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2018 11:06 Asia/Kabul
  • دسمندر لاندې په دغه هستوګن ځاې کښې د ارام لپاره دپنځوس زره(۵۰۰۰۰) ډالرو د  ورکولو ضرورت شته .
    دسمندر لاندې په دغه هستوګن ځاې کښې د ارام لپاره دپنځوس زره(۵۰۰۰۰) ډالرو د ورکولو ضرورت شته .

زمونږ خبریال وایی له وړکتون او ماشومتوب سره اړونده یو(۱) یاد د اوبو(Water) دی .

له اوبو سره  لوبې کول د هر ماشوم شوق وی او ماشومان هیڅکله نه غواړی له اوبو لاس واخلی .

په وړکتون کښې دهر ماشوم زړه غواړی چې په اوبو کښې دځان لپاره کور جوړ کړی .

خو اوس نوی ټیکنالوژۍد وړکتون او د ماشومتوب ټول نه خو ځینې خواهشونه پوره کړی دی .

مالدیپ هیواد چې ښکلی جزیرې لری د سیلانیانو په ستر مرکز بدل شوی دی .

په مالدیپ کښې په« رنګالی کونارډ» جزیرې کښې دسمندر د اوبو لاندې د وسیدو بندوبست شوی دی .

د اوبو لاندې دغه هستوګن ځاې کښې د وسیدو کوټه ، پخلنځی ، د  ډوډۍ دخوړلو ځاې او د لمبیدا لپاره دحمام په شمول کامل کور شته .

اوس د زیات انتظار ضرروت نشته او  د سمندر لاندې دغه  هستوګن ځای به زرد سیلانیانو لپاره پرانیستل شی .

د ویلو ده چې  د اوبو لاندې دغه هستوګن ځاې کښې د ایکرلیک ډوم(Acrylic Dome) په نوم ماده استعمال شوی ده چې له کبله یې  بهر په اوبو کښې ټول شیان په ښه ډول لیدل کیږی. .

دغه کور دوې(۲) برخې لری چې یوه(۱) یې له سمندر بهر او بله یې د سمندر په تل کښې ده .

دسمندر لاندې په دغه هستوګن ځاې کښې د ارام لپاره دپنځوس زره(۵۰۰۰۰) ډالرو د  ورکولو ضرورت شته .