دسوریې قلمون شرقی سیمه په کامل ډول ازاده شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69932-دسوریې_قلمون_شرقی_سیمه_په_کامل_ډول_ازاده_شوه
زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ وویل د دمشق دجنوب لویدیځ په خوا کښې له الزبدانی او بیت جن رانیولی تر غوطه شرقی او دوما په شمول ټول سیمې چې په دمشق د حملو لپاره د ترهګرو ډلو اصلی مورچې ګڼل کیدلی په ترټولو کم تاوان سره او په یوازې څو میاشتو کښې دټروریسټانو له نیواک څخه ازادې شوې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2018 23:51 Asia/Kabul
  • د سوریې دبشري حقوقو څارونکي ډلې هم وویل د ترهګرو اخري کاروان وړمه ورځ له قلمون شرقي سیمې ولاړ .
    د سوریې دبشري حقوقو څارونکي ډلې هم وویل د ترهګرو اخري کاروان وړمه ورځ له قلمون شرقي سیمې ولاړ .

زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ وویل د دمشق دجنوب لویدیځ په خوا کښې له الزبدانی او بیت جن رانیولی تر غوطه شرقی او دوما په شمول ټول سیمې چې په دمشق د حملو لپاره د ترهګرو ډلو اصلی مورچې ګڼل کیدلی په ترټولو کم تاوان سره او په یوازې څو میاشتو کښې دټروریسټانو له نیواک څخه ازادې شوې .

ددمشق په خوا کښې له قلمون شرقی سیمې څخه د ترهګرو او دهغوې د کورنیو وتل د سوریې دحکومت او دټروریسټانو ترمینځ د موافقې او دسوریې شمال ته د هغوې د انتقالولو پراساس تر وړمې ورځې پورې دوام درلود .

وسله والو ترهګرو له قلمون شرقی سیمې وتلو مخکې د څو راکټونو او د دیرشو(۳۰) ټانکونو په شمول درنې وسلې له ګڼ شمیر مهماتو سره یوځاې دسوریې پوځ ته وسپارلې .

د سوریې دبشری حقوقو څارونکی ډلې هم وویل د ترهګرو اخری کاروان وړمه ورځ له قلمون شرقی سیمې ولاړه او دسورې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې دترکیې د فرات دډهال دعملیاتو  د ځواکونو ترکنټرول سیمې ته ورسید .