امریکا داټومی موافقې په اړه د بیا خبرو هڅه نه کوی
-
که چیرې امریکا اټومي موافقه تر پښو لاندې کړه نو د واشنګټن لپاره به ترټولو زیات او دایران لپاره به ترټولو کم لګښت ولري .
زمونږ خبریال وایی د اټومی وسلو د پراختیا د بندیز او د نړیوال امنیت په چارو کښې دامریکا دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال کریسټوفر فورډ(Christopher Ashley Ford) وویل
امریکا د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ د لاسلیک شوی اټومی موافقې د بیرته پرانیسلو او د دغه تړون په اړه د بیا خبرو اترو هڅه نه کوی او هیله منه ده واشنګټن په دغه موافقې کښې پاتې کیدا سره په کامل توافق سره ددغه اټومی موافقې نیمګړتیاوې ختمې کړی .
هغه پرون په جینیوا کښې د اټومی وسلو د تولید او د پراختیا دبندیز د تړون(Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear) دغور د کانفرنس د مقدماتی کمیټۍ په دوهمې(۲) غونډې کښې زیاته کړه امریکا د اټومی تړون په اړه د کاملې موافقې هڅه کوی چې یو ډول دایران په اوسنۍ اټومی موافقې کښې محدودیتونه او اضافی مقررات ورزیات کړی .
د اټومی وسلو دپراختیا دبندیز او د نړیوال امنیت په چارو کښې د امریکا د خارجه وزیر مرستیال کریسټوفر فورډ په دې خبرې سره چې ولسمشر ټرمپ په صراحت سره ویلی دی دایران د بندیزونو د ځنډولو د تمدید لپاره په خپلې فیصلې کښې بیا کتنه کوی هیله وکړه اټومی تړون په هغه چوکاټ کښې چې دامریکا ولسمشر ټرمپ په ګوته کړی دی وساتل شی .
دایران ولسمشر حسن روحانی هم ویلی دی بریالی خارجی سیاست(Foreign Policy) د دښمن د لګښت زیاتول دی او که چیرې امریکا اټومی موافقه تر پښو لاندې کړه نو د واشنګټن لپاره به ترټولو زیات او دایران لپاره به ترټولو کم لګښت ولری .