دیمن عسکرو په عربستان یو بل توغندی ویشتلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69944-دیمن_عسکرو_په_عربستان_یو_بل_توغندی_ویشتلی_دی
مهر خبری اژانس وایی دیمن پوځ او ولسی کمیټیو وویل وویل چې په زلزال دوه ډوله بلاسټیک توغندی سره یې د سعودی عربستان په جنوب کښې په نجران سیمه کښې د حکومتی عسکرو په سنګرونو حمله کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2018 01:04 Asia/Kabul
  • په یمن کښې دسعودي عربستان جنګ غوښتنې تراوسه څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) ملکي خلک وژل او په لسګونو زره نور ژوبل کړي.
    په یمن کښې دسعودي عربستان جنګ غوښتنې تراوسه څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) ملکي خلک وژل او په لسګونو زره نور ژوبل کړي.

مهر خبری اژانس وایی دیمن پوځ او ولسی کمیټیو وویل وویل چې په زلزال دوه ډوله بلاسټیک توغندی سره یې د سعودی عربستان په جنوب کښې په نجران سیمه کښې د حکومتی عسکرو په سنګرونو حمله کړی ده .

د یمن عسکرو او ولسی کمیټیو په تیرې دوشنبې ورځ هم په نجران کښې دعربستان د تیلو  دملی شرکت ارامکو په تاسیساتو د بدر یو (Badr-1)ډوله دوه(۲) لنډ واټنه توغندی ویشتلی وو .

د یمن د پوځ ویندوی شرف لقمان هم ټینګار کړی وو تر هغه وخته چې په یمن د تیریګرو تیری او کلابندۍ دوام ولری دهغوې په اقتصادی تاسیساتو او مرکزونو به دیمن د پوځیانو دتوغندیو بریدونه دوام ولری .

سعودی عربستان د امریکا ، د متحده عربی اماراتو، انګلستان او دڅو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن پوځی تیری او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

په یمن کښې دسعودی عربستان جنګ غوښتنې تراوسه څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) ملکی خلک وژل او په لسګونو زره نور ژوبل کړی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی .