شانګهایی موسسه باید د ترهګرۍ ضد سیاست تصویب کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69952-شانګهایی_موسسه_باید_د_ترهګرۍ_ضد_سیاست_تصویب_کړی
زمونږ خبریال وایی هندوستان له شانګهایی موسسې غوښتی دی چې په افغانستان کښې د ترهګرۍ د زیاتیدونکو ګواښونو په وړاندې یو (۱)سیاست تصویب کاندی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2018 01:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سيمې لپاره ضروري دی  او که هلته سوله نه وي، ټوله سيمه ورسره خرابېږي.
    د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سيمې لپاره ضروري دی او که هلته سوله نه وي، ټوله سيمه ورسره خرابېږي.

زمونږ خبریال وایی هندوستان له شانګهایی موسسې غوښتی دی چې په افغانستان کښې د ترهګرۍ د زیاتیدونکو ګواښونو په وړاندې یو (۱)سیاست تصویب کاندی .

دغه څرګندونې د  هند دفاع وزیرې میرمن نرمیلا سترمان دچین په پلازمینې بیجینګ کښې د شانګهایی دملګرتیا  موسسې دغوندې په دوهمه(۲) ورځ وکړې .

هغې وویل هند دافغانستان دملی ځواکونو د ظرفیت په زیاتولو کښې خپلو مرستو او ملګرتیاو ته دوام ورکوی .

دهندوستان دفاع وزیرې په کابل کښې د رایو د ورکونکو دنومونو دلیکنې  په مرکز د داعش ترهګرې ډلې حمله په کلکه وغندله چې له کبله یې له دوه سوه(۲۰۰) زیات کسان مړه او ژوبل شوي وو .

د هغې په وینا، د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سیمې لپاره ضروری دی  او که هلته سوله نه وی، ټوله سیمه ورسره خرابېږی.

.