هند د چین د پروژې له ملاتړ ډډه وکړه
-
دیوه کمربند او دیوې لارې نوښت د چین د ولسمشر ژي جین پینګ یوه تاریخي پروژه ده .
زمونږ خبریال وایی هندوستان پرون دچین په پلازمینې بیجینګ کښې د شانګهای دملګرتیا موسسې(Shanghai Cooperation Organisation) دخارجه وزیرانو په کانفرنس کښې دچین دیوه کمربند او د یوې لارې(One Belt One Road Initiative) د پروژې له ملاتړ کولو ډډه وکړه .
د یوه کمربند او دیوې لارې د پروژې له ملاتړ دهند ډډه کول چین ته سبا دهند دلومړی وزیر ناریندرا مودی له سفر څخه مخکې ترسره شوی دی .
دیوه کمربند او دیوې لارې نوښت د چین د ولسمشر ژی جین پینګ یوه تاریخی پروژه ده چې یوه بیخ بنایی جوړه کړی چې چین له نورو اسیایی هیوادونو او دنیا سره وګنډی .
دغه راز دپاکستان، قزاقستان، قیرغیزستان ، روسیې ، تاجیکستان او د ازبکستان خارجه وزیرانو په شانګهای ملګرتیا موسسې غونډې کښې د یوه کمربند او دیوې لارې د پروژې ملاتړ اعلان کړ .