هند د چین د پروژې له ملاتړ ډډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69954-هند_د_چین_د_پروژې_له_ملاتړ_ډډه_وکړه
زمونږ خبریال وایی هندوستان پرون دچین په پلازمینې بیجینګ کښې د شانګهای دملګرتیا موسسې(Shanghai Cooperation Organisation) دخارجه وزیرانو په کانفرنس کښې دچین دیوه کمربند او د یوې لارې(One Belt One Road Initiative) د پروژې له ملاتړ کولو ډډه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2018 02:16 Asia/Kabul
  • دیوه کمربند او دیوې لارې نوښت د چین د ولسمشر ژي جین پینګ یوه تاریخي پروژه ده .
    دیوه کمربند او دیوې لارې نوښت د چین د ولسمشر ژي جین پینګ یوه تاریخي پروژه ده .

زمونږ خبریال وایی هندوستان پرون دچین په پلازمینې بیجینګ کښې د شانګهای دملګرتیا موسسې(Shanghai Cooperation Organisation) دخارجه وزیرانو په کانفرنس کښې دچین دیوه کمربند او د یوې لارې(One Belt One Road Initiative) د پروژې له ملاتړ کولو ډډه وکړه .

د یوه کمربند او دیوې لارې  د پروژې له ملاتړ دهند ډډه کول چین ته  سبا دهند دلومړی وزیر  ناریندرا مودی له سفر څخه مخکې ترسره شوی دی .

دیوه کمربند او دیوې لارې نوښت د چین د ولسمشر ژی جین پینګ یوه تاریخی پروژه ده چې یوه بیخ بنایی جوړه کړی چې چین له نورو اسیایی هیوادونو او  دنیا سره وګنډی .

دغه راز دپاکستان، قزاقستان، قیرغیزستان ، روسیې ، تاجیکستان او د ازبکستان خارجه وزیرانو په شانګهای ملګرتیا موسسې غونډې کښې د یوه کمربند او دیوې لارې د پروژې ملاتړ اعلان کړ .