چین اوجرمنی بیاهم له جامعې ایټمی موافقې بشپړملاتړاعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69962-چین_اوجرمنی_بیاهم_له_جامعې_ایټمی_موافقې_بشپړملاتړاعلان_کړ
چین دامریکا د نه منلو وړ اقداماتو او په جامعې ایتمی موافقې کې دهغو دژمنو له اجرا په سرغړونې خواشینی دی او له جامعې ایټمی موافقې په چورلټ ملاتړ او دغې نړیوالې موافقې ته د درستو لورو خپلو ژمنو ته دپابند کیدا پر ضرورت ټینګار کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 26, 2018 07:39 Asia/Kabul
  • چین اوجرمنی بیاهم له جامعې ایټمی موافقې بشپړملاتړاعلان کړ

چین دامریکا د نه منلو وړ اقداماتو او په جامعې ایتمی موافقې کې دهغو دژمنو له اجرا په سرغړونې خواشینی دی او له جامعې ایټمی موافقې په چورلټ ملاتړ او دغې نړیوالې موافقې ته د درستو لورو خپلو ژمنو ته دپابند کیدا پر ضرورت ټینګار کوی .

شین هوا خبری آژانس راپورورکړ دچین  دعمومی امنیت وزیر ژوشینګ کان پرون ناوخته د روسیې په سوچی ښار کې  په نهم امنیتی کنفرانس کې  پخپلې وینا کې په ډاګه وئیلی دی ، چین   دامریکا  د نه منلو وړ  اقداماتو او  په جامعې ایتمی موافقې کې   دهغو  دژمنو  له اجرا په سرغړونې  خواشینی دی او  له جامعې  ایټمی موافقې  په  چورلټ ملاتړ او  دغې نړیوالې موافقې ته د  درستو لورو  خپلو ژمنو ته  دپابند کیدا پر ضرورت  ټینګار کوی .

 هغه وئیلی  امریکا په پټه  په مینځنی ختیځ سیمې کې  دناکرارۍ له عواملو  ملاتړ کوی  دایران ،چین اور وسیې  په ضد  دبندیزونو په اعمالولو سره  دغو درو هیوادونو ته په  تاوان رسولو  اومحدودولو پسې ده ، چې هیڅکله هم د منلو وړ نه ده .

  همداراز  دجرمنی د خارجه وزارت   ویندوی راینربرئول  هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ، دټولو لورو  له  راضی کیدو پرته  دغه موافقه په یواړخیز  ډول نشی لغوه کیدلی ، او ددې په ځای بله هیڅ ډول ټاکنه نه لرو .

 په دغې اعلامیې کې همداراز  دایران   دایټمی موافقې په باب  د بیا خبرواترو لپاره د فرانسې اوامریکا  وړاندیزونو ته په ځواب کې د روسیې ددریځ بشپړ ملاتړ  شوی دی .  برئول  دغه راز  اعلان کړی ،  د اوسنۍ موافقې په متن کې  له بدلونونو سره مخالف دی ، خو  دموضوع د حل لپاره  دسم  بهیر له موندلو سره مرسته کولی شی .