مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی، د پروفسور« اسکاټ لوکاس » له قوله په یو تحلیل کی لیکلی دی:« اروپا د برجام په اړه خپلې خاصی ګټی لری. او د ټرمپ سلاکاران؛ د بدیلو بندیزونو په عوض د اټمی موافقې د ساتلو غوښتونکی دی».
د ایلنا په حواله د آرمان امروز د راپور په اساس، پروفسور «اسکاټ لوکاس» په بیرمنګام پوهنتون کی د نړیوالو اړیکو د څانګی استاد دئ، او له ۱۹۹۷ کال څخه پدغه پوهنتون کی د
امریکایی مطالعاتو د استادۍ مقام لری.
لوکاس؛ د مۍ ۱۲ نیټې او له اټمی جامع پروګرام« برجام » څخه د وتلو په هکله د امریکی د متحده ایالتونو د ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ » د ګواښ وخت ته د نږدی په اړه څرګنده کړه: زما په اند اروپایی هیوادونه د برجام د ساتنی لپاره هڅه کوی، او پدی لټه کی دی چی له دغې اټمی موافقې څخه د وتلو په هکله د« ټرمپ » دولت د ګواښ، او د برجام په ساتنی د ایران د ژمن پاتی کیدو او ټینګار ترمنځ، یو ډول انډول رامنځته کړی. د دی دلیل هم چی، اروپایی لاسلیکونکی هیوادونه( فرانسه؛ بریتانیا؛ او آلمان او همداراز اروپایی اتحادیه )، د ایران د توغندویی دفاعی پروګرام په باره کی د موازی مذاکرو په لټه کی دی، له همدی ځای څخه سرچینه اخلی.
*******
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی د امریکی او شمالی کوریا د پخوانیو اټمی لانجو په اړه د یو راپور په سرلیک کی لیک کی لیکل شوی دی:« په محترم مشر، د یو وړه توغندویی کس بدلیدل »
تر دغه سرلیک لاندی د شهاب شهسواری په قلم په یو تحلیلی
راپور کی راغلی دی: هغه کس؛ چی د امریکی د ؤلس مشر په ادبیاتو کی، تر څو تیرو اونیو پوری« وړه توغندویی سړئ » یادیده، اوس د« احترام وړ انسان » دئ. د امریکی ؤلس مشر «ډونالډ ټرمپ» د سه شنبی ورځی په ماښام، د فرانسی له ؤلس مشر« امانوئل ماکرون » سره په ګډ خبری کنفرانس کی، د شمالی کوریا له ؤلس مشر« کیم جونګ اون » سره د خپلې راتلونکی احتمالی لیدنی په هکله، د یوې پوښتنې په عکس العمل کی وویل: « زما په نظر؛ د هغه څه په اساس چی تر اوسه می لیدلی دی، هغه ډیر روڼ فکره او محترم سړئ دئ».
ټرمپ همداراز د یو خبریال د دی پوښتنی په ځواب کی؛ چی پوښتنه ور څخه وکړه« د شمالی کوریا له بشپړې اټمی بی وسلې کونی څخه ستاسو منظور څه دئ؟» ځواب ورکړ:« ډیره روښانه ده! زما منظور دا دئ، چی ټول د هغوی د اټمی وسلو له لاسه خلاص شی». ټرمپ، ټینګار وکړ؛ چی ټاکل شوې ده ډیر ژر د شمالی کوریا له مشر سره لیدنه وکړی.
*******
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی دا سرټکئ جالب ښکاری، چی لیکلی یی دی:« د افغانستان د شیعه عالمانو شورا؛
د پارلمانی انتخاباتو د بایکاټولو غوښتنه وکړه»
د نومونو دثبتونې دمرکزونو په ضد هغه ګواښونه ،، خطرې او ناکرارۍ، چې د داعش او طالبانو ډلې له خوا دافغانستان په څه دپاسه ا ویا فی صدی خاورې کې دخلکو د ژوند لپاره موجودې دی ، او همداراز دانتخاباتو په شفافیّت بې باوری ، هغه مهم دلیلونه دی ، چې کارپیژاندی ئې دانتخاباتو په دغې مرحلې کې د خلکو د ډیر کم اوپیکه هرکلی سبب ګڼی .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ دافغانستان د شعیانو دعالمانو شورا؛ د عامو خلکو د ورځ تربلې د قتل عام په زیاتیدو، او د امنیتی حالاتو په ترینګلتیاؤ پسې، د دغه هیواد راتلونکی پارلمانی او د ولایتی شوراګانو انتخابات بائیکاټ کړل .
راپور ښیئ دغې شورا؛ دیوې اعلامیې په خپرولو سره له ولسه غوښتی دی ، په دغه هیواد کې زیاتیدونکو ناکراریو او بې ثباتیو ته په پام سره، د امنیت تر برابریدو پورې په انتخاباتو کې ګډون نه کوی.
دافغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیشن هم د رای د ورکولو
لپاره د نومونو له ثبتولو، د خلکو ډیر کم هرکلی ته په پام سره د نومونو دثبتونې، د هغه وخت د تمدیدولو د احتمال خبر ورکړی ، چې دوه میاشتې مخکې ټاکل شوې ؤ .
ټاکل شوې ده ، دافغانستان د پارلمانی اوولایتی شوراګانو انتخابات د اکټبر په شلمه نیټه ترسره شی .
*******
اوس هم د افغانستان د وروستیو حالاتو او د انتخاباتو د نوم لیکنی د لانجی په هکله، د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:
د کابل په دشت برچی سیمه کې د انتخاباتو د نوملیکنې لپاره د تذکرو د وېش پر یوه مرکز د خونړی برید په څلورمه ورځ هم دغه موضوع د یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو د سر موضوع ده او تبصرې پرې لیکل شوې دی.
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلی په دغې سیمه کې چې تر ډېره شیعه او هزاره وګړی پهکې مېشت دی، د یکشنبې د برید د قربانیانو کورنیو، په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون په اړه شک ښودلی دی.
ورځپاڼې د محمد ظاهر احمدی هغه څرګندونې راخیستی چې وایی:
"هزاره وګړی د سولې غوښتونکی دی. موږ قلم په لاس کې لرو، نه وسله؛ خو دا برید به په انتخاباتو کې زموږ پر ګډون منفی اغېز وکړی."
واشنګټن پوسټ لیکلی، په اسیب پذیره لویو ښارونو او لیرې پرتو کلیو کې د رأی ورکوونکو د خوندیتوب اړتیا اوس باید د پارلمانی انتخاباتو د ترسره کېدو د اړتیا پر اساس وسنجول شی.
هغه انتخابات چې له ۲۰۱۵ میلادی کال راهیسې په پرلهپسې ډول ځنډېدلی دی.
د ورځپاڼی په باور که وېره د دې سبب شی چې په دغو سیمو کې لږ خلک په انتخاباتو کې ګډون وکړی، نو د انتخاباتو د نتایجو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشی.
واشنګټن پوسټ د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې د افغانستان د چارو یوه متخصص سکاټ وارډن Scott Worden»» په حواله لیکلی چې د دوشنبې په ورځیې وویل:
"په تېرو انتخاباتو کې د بېلابېلو سیمو د رأی ورکوونکو د شمېر
نابرابرۍ او تقلب ستونزو ته په کتو به عاقلانه وی چې د انتخاباتو چارواکی د امنیت، رأی ورکوونکو شمېر او نوم لیکنې تنظیم ته ډېر وخت ورکړی."
وارډن ویلی، دا ځل مهمه ده چې انتخابات باوری ښکاره شی حتی که په نتایجو کې ځنډ هم راځی.
بلخوا واشنګټن پوسټ د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې مشر اجمل هوډمن له قوله لیکلی، که په کابل کې د رأی ورکولو مرکزونه خوندی نهوی، نو څنګه به په لیرې پرتو سیمو کې خلک وهڅول شی چې رأی ورکړی.
ښاغلی هوډمن زیاتوی بل لور ته که انتخابات ونهشی، نو دا به بحران نور هم ژور کړی او د ټول سیستم مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راولی.
واشنګټن پوسټ د کابل د دشت برچی سیمې د یوه اوسېدونکی له قوله لیکی چې وایی:
"کله چې تاسو اور وینئ، ایا منځ ته ځان وراچوئ؟"
نیوزویک مجله
نیوزویک مجلې بیا د هغو زرګونه افغان کډوالو په اړه مقاله لیکلی چې په جبری ډول له ترکیې ایستل شوی دی.
مجلې د بخښنې نړیوال سازمان د بشری حقونو ډلې په حواله لیکلی چې دغه خلک د طالبانو له ظلمونو تښتېدلی دی او افغانستان د دوی لپاره له امنیتی اړخه خوندی نه دی.
دغه سازمان زیاتوی زرګونه نور کسان هم دغه خطرناک وضعیت ته د بېرته ګرځولو په حال کې دی.
نیوزویک د بخښنې نړیوال سازمان د اروپا او مرکزی اسیا د څانګې مشر دانیل بالسون «Daniel Balson» » له قوله لیکلی چې وایی، دغې ادارې په ښکاره د انفرادی کسانو داسې قضیې ثبت کړی چې په جبری ډول افغانستان ته لېږل شوی او وروسته د وسلهوالو ډلو لهخوا ځورول شوی او وژل شوی دی.
دی وایی، باوری دی چې له ترکیې راغلی کډوال هم له ورته خطر سره مخامخ دی.