د برجام د ساتنی لپاره نړیوال هوډ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69994-د_برجام_د_ساتنی_لپاره_نړیوال_هوډ
د مۍ ۱۲ نیټې ته په نږدی کیدو سره، چی د اټمی جامع پروګرام «برجام» د اصلاح کولو، او پکی د واشنګټن د نظر وړ مواردو د زیاتولو په زمینه کی، د امریکی د ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ » د الټیماټم وخت دئ، د برجام د ساتنی لپاره؛ په ۵+۱ ډله کی د لوړ پوړو مقامونو او دولتونو، عکس العمل د پام وړ زیاتوالئ موندلئ دئ، او د روسیی او د اروپا اتحادیی لوړ پوړو مقامونو، د برجام د ساتنی په ضرورت ټینګار کړئ دئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2018 12:33 Asia/Kabul
  • د برجام د ساتنی لپاره نړیوال هوډ

د مۍ ۱۲ نیټې ته په نږدی کیدو سره، چی د اټمی جامع پروګرام «برجام» د اصلاح کولو، او پکی د واشنګټن د نظر وړ مواردو د زیاتولو په زمینه کی، د امریکی د ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ » د الټیماټم وخت دئ، د برجام د ساتنی لپاره؛ په ۵+۱ ډله کی د لوړ پوړو مقامونو او دولتونو، عکس العمل د پام وړ زیاتوالئ موندلئ دئ، او د روسیی او د اروپا اتحادیی لوړ پوړو مقامونو، د برجام د ساتنی په ضرورت ټینګار کړئ دئ.

د  روسیې د خارجه وزیر مرستیال« سرگیی ریابکوف »، پرون چهار شنبه اعلان وکړ: د برجام هر اړخیز ټینګښت، او په اوسنۍ بڼې سره د هغې د ساتنې او د اجراکیدو د شرایطو برابرول، د مسکو لپاره یو ضرورت؛ او نه بدلیدونکئ اصل دئ. همداراز په اروپا اتحادیه کی د روسیې استازی« ولادیمیر چیزوف »، د دی ټکی په بیانولو سره، چی هیڅ هیواد د ۵+۱ ډلې له خوا؛ د دریځ اعلانولو حق نه لری، څرګنده کړه: امریکا او اروپایی هیوادونه د برجام د موادو د بدلولو اجازه نه لری.

د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست مسؤلی« فډریکا موګرینی »هم، پرون چهار شنبه د امریکی او فرانسی د ؤلس مشرانو په کتنه کی، له ایران سره د یوې بلې موافقې په باره کی؛ مطرح شویو څرګندونو ته په عکس العمل کی ټینګار وکړ: چی موږ حاضر دمه؛ له ایران سره یواځی یوه موافقه لرو، چی بریمنه وه او باید وساتله شی.

د فرانسی ؤلس مشر« امانوئل ماکرون »هم، اعلان وکړ: پاریس به په هیڅ توګه له برجام څخه ونه وځی.

د ایران او د ۵+۱ ډلې اټمی موافقه، د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ څخه اجرایی شوې ده، خو د امریکی دولت د دغې ډلې د یو غړی په توګه، تل د برجام د اجرا په لاره کی خپلې ژمنی نقض کړی، او اوس ټرمپ؛ له برجام څخه د وتلو په باره کی، جدی ګواښ کړئ دئ.

داسی یو ګواښ؛ چی د ایران د شدید عکس العمل برسیره، د نړیوالی ټولنی له منفی عکس العمل سره هم مخامخ شوئ دئ. ټرمپ؛ د ۵+۱ ډلې د موافقې په خلاف، چی امریکا هم د هغې غړې ده، د برجام د ساتنی او اجرا د دوام په زمینه کی، په یو اړخیز او زور ویونکی دریځ کی، د خپلو زیات غوښتونکو او نا روا غوښتنو په اجرا کیدو ټینګار کړئ، چی اصلاً د برجام په موافقه کی مطرح نه وې، او پدی لړ کی د مۍ د ۱۲ نیټې د مهلت په ټاکلو سره هڅه کوی، ترڅو په تیره بیا پخپلو اروپای انډیوالانو د دباؤ په اچولو سره، هغوی دیته اړباسی؛ چی ایران د واشنګټن د غوښتنو منلو ته مجبور کړی.

د سیاسی چارو کارپیژاندئ« ریچارډ سوکولسکی » پدې اړه وایی: د امریکی ؤلس مشر، له برجام څخه د وتلو او په سیمه کی  له ایران سره د مقابلې په باره کی، واقع بینانه اهداف او څرګنده ستراژې نه لری.

حتی اروپائیان هم؛ چی وایی ایران د برجام په چوکاټ کی پخپلو ټولو ژمنو عمل کړئ، د ټرمپ سیاست او تګ لاره د قبول وړ نه ګڼی. که څه هم د ۵+۱ ډلې دری غړی  هیوادونه، یعنی بریتانیا؛ فرانسه او جرمنی هم، چی د ټرمپ د دباؤونو له کبله، او هم د برجام د ساتنې په منظور یی؛ عملاً د توغندویی پروګرام او سیمه ایزو سیاستونو په زمینه کی، په ایران د فشار اچولو لپاره د امریکی غوښتنی منلی دی، خو په عین حال کی هم د برجام په ساتنی تاکید لری. اروپایی مقامونو دیته اشاره کړې ده، چی په برجام کی د ټرمپ د پاتی کیدو احتمال ډیر لږ دئ.

د فرانسی ؤلس مشر« ماکرون »، له برجام څخه  د ټرمپ د وتلو د احتمال په باره کی څرګنده کړه: نه پوهیږی چی د امریکی ؤلس مشر به، څه راز تصمیم ونیسی؛ خو احتمال لری چی نوموړئ د داخلی دلایلو له کبله، له برجام څخه ووځی.

د نړیوالو مقامونو؛ دولتونو او ارګانونو څرګندونی او دریځنیونی ښیې، چی نړیواله ټولنه له برجام څخه د امریکی په وتلو سره، پدغې موافقه کی د دغه هیواد د نظر وړ اصلاحاتو د اعمالیدو په باره کی، د ټرمپ له غیر منطقی او زیات غوښتونکی سیاست سره مخالفه ده. پدې توګه، امریکا یو ځلې بیا؛ د نړیوالی ټولنې د ارادې په خلاف، او په یو اړخیزه توګه د ۵+۱ ډلې په نورو هیوادونو د خپل نظر او غوښتنې د تپلو نیت لری. حتی د واشنګټن اروپایی ملګری هم وایی؛ چی د ټرمپ دغه سیاست، د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه په چوکاټ کی، د باراک اوباما د ؤلس مشرۍ په دوره کی د امریکی د ژمنو، او همداراز د بین المللی حقوقو د جوت اصل؛ یعنی د دولتونو له خوا د منل شویو ژمنو د اجرا کیدو د ضرورت په خلاف دئ.