اسلامی ایران په کوریاټاپووزمې کې د روغې جوړې دخبروهرکلی کوی
دایران د خارجه وزارت ویندوی همداراز په همداوروستیو کلونو کې د امریکا ورانکارو سیاستونو او نړیوالو ژمنو ته د دغه هیواد نه پابند کیدا ته په اشارې سره هم ووئیل ، داسلامی ایران څلویښت کلنو تجروبو په تیره بیا د جامعې ایټمی موافقې په موضوع کې وروستۍ تجروبه ښئ چې دامریکا حکومت یو بې باوره لوبغاړی هیواد دی او خپلو نړیوالو ژمنو ته هیڅکله هم پابند نه دی .
مهر خبری آژانس راپور ورکړ دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی د جنوبی اوشمالی کوریاؤ د مشرانو وروستی لیده کاته یو مسئولانه او په سمې لارې کې مهم ګام وبالۀ چې له تل پاتې سیمه ایزې اونړیوالې سولې او امنیت سره مرسته کولی شی.
بهرام قاسمی نن سهار وختی په دې خبرې په ټینګار سره چې تهران تل په کوریاټاپو وزمې کې د تاؤتریخوالی دختمیدا غوښتونکی دی ، روښانه کړې ، ایران د شمالی کوریا اوجنوبی کوریا د مشرانو دخبرواترو دغه ګام په وخت یو مهم او غوره اقدام ګڼی او غواړی درستې شخړې باید پخپل مینځ کې په خبرواترو اومشورو سره حل شی څو دریم ګړی ته د لاسوهنې موقع په لاس ورنشی .
دشمالی کوریا رهبر کیم جونګ اون پرون سهار په یوه تاریخی اقدام کې په پانمونجوم سرحدی کلی کې د جنوبی کوریا له و لسمشر مون جائه این سره لیده کاته کړی او د تاؤتریخوالی دختمولو او د ثبات او امنیت دټینګولو په باب ئې سره موافقه کړې ده .
دایران دخارجه وزارت ویندوی ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران اصولی اوهمیشنی سیاست د هر ډول ډل وژونکو وسلو تولید ، ساتل ، اوورځینی داستفادې مخالف دی ووئیل ، ا یران تل د هر ډول هغې هڅې چې له دغه ډول وسلو د نړۍ دپاکولو لامل کیږی ، ملاتړ کوی . هغه په عین حال کې وئیلی دی ، اسلامی ایران باوری دی ، په کوریا ټاپو وزمې کې دتاؤتریخوالی د ختمیدا تاریخی او نوی دوران باید په هوښیارۍ ، ځیرتیا او په دوو اړخیز ډول ا و له سیمې د ورآخوا هیوادونو له دخالت اولمسونې پرته دوام وکړی او په سیمې کې سوله اوثبات خور شی . دایران د خارجه وزارت ویندوی همداراز په همداوروستیو کلونو کې د امریکا ورانکارو سیاستونو او نړیوالو ژمنو ته د دغه هیواد نه پابند کیدا ته په اشارې سره هم ووئیل ، داسلامی ایران څلویښت کلنو تجروبو په تیره بیا د جامعې ایټمی موافقې په موضوع کې وروستۍ تجروبه ښئ چې دامریکا حکومت یو بې باوره لوبغاړی هیواد دی او خپلو نړیوالو ژمنو ته هیڅکله هم پابند نه دی .