مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70088-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د فلسطینیانو د پرونی پراخ لاریون په هکله د یو راپور په سرلیک کی لیکل شوی:« د ستنیدو د لاریون په پنځمه جمعه کی، دری فلسطینیان شهیدان او په سل ګونه کسان ژوبل شول » او د« شهیدانو شمیر ۴۵ تنو ته ورسید ».
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2018 10:36 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د فلسطینیانو د پرونی پراخ لاریون په هکله د یو راپور په سرلیک کی لیکل شوی:« د ستنیدو د لاریون په پنځمه جمعه کی، دری فلسطینیان شهیدان او په سل ګونه کسان ژوبل شول » او د« شهیدانو شمیر ۴۵ تنو ته ورسید ».

د «انقلابی ځوانانو د جمعی» په نامه د غزی په تړانګه کی د ستنیدو د لاریون پنځمه جمعه پداسی حال کی ترسره شوه، چی د

پنجشنبی په ورځ د فلسطینی پوهنتون د استاد، شهید« فادی البطش » جنازه، غزی ته  منتقله شوه. شهید فادی البطش د تیری شنبی په ورځ د ناپیژاندو کسانو د ګولیو په ډزو، د مالزیا په پایتخت کی په شهادت ورسید.

د فلسطین د اطلاع رسونی د مرکز په حواله د آرمان ورځپاڼی د راپور په اساس، د غزې په تړانګه کی د فلسطینیانو د ځپنې لپاره، له قدرت څخه د هر ډول ناوړې استفادې په هکله، د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د لوړې کمیساریا له خبرداری سره سره، صهیونیستو نیواکګرو د تیرو اونیو په شان، د ستنیدو د لاریون کونکو ځپلو ته اقدام کړئ، او پدغو سوله ایزو مظاهرو کی د ګډون کونکو په خلاف یی، له ګولیو؛ اوښلن ګازو او ګازی بمونو څخه استفاده وکړه، چی له کبله یی دری فلسطینیان شهیدان شوی، او نور ۸۸۳ تنه ټپیان شول. 

د دغو دریو فلسطینیانو په شهیدانیدو سره، د مارچ له ۳۰ نیټې راهیسی، د ستنیدو لاریون د شهیدانو شمیر ۴۵ تنو ورسید، او د ټپیانو شمیر له ۶۰۰۰ څخه زیات شو.

*******

 د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د قرآنکریم د ۳۵ دورې په نړیوالو سیالیو کی د برخه والو په کتنه کی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ویناوی چاپ کړې، او د دوی له قوله یی لیکلی دی:« اسلامی هیوادونه په قرآنکریم د عمل نه کولو له کبله، د  ذلت په بیمارۍ اخته شوی دی ».

د اسلامی انقلاب معظم لارښود،د اسلامی امت د نیکمرغۍ او پرمختګ یوازینۍ لاره، د قرآنکریم پر حکمونو عمل وباله او ټینګار یې وکړ:څلویښت کلونه کیږی چې د ایران اسلامی جمهوریت د استکبار د سرزورۍ په وړاندې دریدلئ، او ړندې دې وی سترګې د هغو دښمنانو چې غوښتل یې دغه نظام ختم کړی، خو قدرت؛ توانمنی او پرمختګ یې هره ورځ زیات شوی دی.

حضرت آیت الله خامنه ای، په تهران کښې د قرانکریم  په نړیوالو سیالیو کښې له برخوالو سره په کتنه کی، پر دې په ټینګار سره چې پر قران عمل به د عزت لامل شی،وفرمایل: پر قران عمل،په حقیقت کښې د خدای په رسۍ د منګولو ښخول دی، او د دې سبب کیږی، چی مسلمانان په وګړنیز،ټولنیز او سیاسی ژوند کښې په ځوړتیا،غړیدا او ذلت اخته نه شی.د مشرتابه ستر مقام په دې خبرې سره چې پر قران عمل نه کول او ورته بې پامی به، د زیان لیدلو لامل شی،زیاته کړه: له بده مرغه اوس اسلامی هیوادونه پر قران د عمل نه کولو په خاطر د وروسته پاتی والی ګوزار خوړلی، او کفار پرې مسلط شوی دی.

نن سبا اسلامی نړۍ ته ګڼ شمیر ستونزې ورپیښې شوی او اصلی ریښه یې له قران کریمه لیرې کیدا او له دښمنانو سره د ځینو اسلامی هیوادونو ملګرتیا ده.

******

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی په ورځپاڼه کی، د امریکی دفاع وزیر له قوله په یو سرلیک راغلی دی:« په اس- ۳۰۰ ، توغندویو د سوریی د پوځ سمبالول د اندیښنی لامل دی»

د ورځپاڼی په لیکنه؛ د امریکی دفاع وزیر، د« اس ۳۰۰ » توغندویی دفاع په سیسټمونو د سوریی د سمبالولو لپاره، د روسیی د تصمیم په باره کی خپله اندیښنه ښودلې، او ادعا یی وکړه: دغه مسئله په سوریه کی د نښتو د اوږدیدو سبب ګرځی.

د امریکی دفاع وزیر« جیمز مټیس »، له روسیی وغوښتل؛ د سوریی کړکیچ سیاسی حل لارې ته د رسیدو لپاره، په سوریه کی

د ملګرو ملتو سازمان له استازی« اسټفن ډی میستورا » له هلوځلو سره مرسته وکړی. هغه؛ همداراز اعلان وکړ: د سوریی په شمال ختیځ کی  د امریکایی ځواکونو د تقویی په لاره کی، فرانسی خپل ځانګړی ځواکونه؛ د تیرو دؤو اونیو په ترځ کی سوریی ته لیژلی دی. مټیس ټینګار وکړ: د داعش په ضد جګړه هماغه راز دوام لری، او د داعش په خلاف د نړیوال ائتلاف پوځی عملیات به، د عراق او سوریی په ګډو پولو کی زیاتوالئ ومومی. مټیس همداراز له سوریی څخه د امریکایی ځواکونو د شاتګ په هکله څرګنده کړه: نه یواځی په اوس حال کی شاته تګ نه کوؤ، بلکه ټول به په راتلونکو ورځو کی د فرات په دره کی زموږ د دوه چنده هڅې کتونکی اوسی. 

*******

 اوس هم د افغانستان د حالاتو په هکله د بهرنیو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:

نشنل انټرسټ خپرونې په دې پوښتنې سره یوه مقاله لیکلې چې ایا امریکا د افغان سولې د موافقې لپاره چمتو ده؟

 

د خپرونې په لیکنه کې راغلی چې طالبانو خپل پسرلنی عملیات اعلان کړی او امریکا هم سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر بل هر وخت زیات د طالبانو پټنځایونه بمبار کړی دی.

نو د نشنل انټرسټ خپرونه دلیل راوړی چې د دغه کړکېچن وضعیت دوام ښکاره کوی چې په افغانستان کې سولې ته شرایط نه دی برابر.

نشنل انټرسټ لیکلی له کلونو راهیسې جنګ روان دی او د خبرو مخه یې ډب کړې ده.

په مقاله کې د افغانستان جګړه په دریو لوریو ویشل شوې امریکا، افغان حکومت او وسله وال طالبان، خو خپرونې پاکستان د افغان جګړې څلورم پُټ لوری بللی، چې په خبره یې له طالبانو ملاتړ کوی او هغوی ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

پاکستان دا رد کړې چې طالبان یا نورو ترهګرو ته یې ځای ورکړی دی.

د مقالې لیکوال لیکلی چې که څه هم په تېرو شپاړسو کلونو کې هر لوری سولې ته لېوالتیا ښودلې خو د هیچا غوښتنې یو ډول نه دی.

سټارز انډ سټرایپس:

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې بیا د هغو افغان ژباړونکو پر وضعیت مقاله لیکلې چې له امریکایانو سره یې کار کاوه.

ورځپاڼه لیکی که څه هم له افغانستان او عراقه په ۲۰۰۹ کال کې د ژباړونکو د ویستلو په اعلان سره زرګونه دا خلک له خپلو کورنیو سره امریکا ته رسیدلی، خو لا هم د نهو زرو افغان ژباړونکو او د هغوی د کورنیو د ۱۳۰۰۰ غړیو دوسیې یو ځای نه یو ځای بندې پاتې دی.

د امریکا کانګرس په ۲۰۱۷ کال کې د یو نیم زره ترجمانانو انتقال تائید کړی و، چې وروسته یې بیا دا شمېر دوه نیم زرو ته ورساوه.

د امریکا د استازیو جرګې یو غړی« ایریل بلومینیور » چې امریکا ته د افغان او عراقی ژباړونکو د انتقال پلوی دی وایی د ډونالډ ټرمپ ادارې ځینې ناسمې پالیسۍ، د ژباړونکو د انتقال پروسه ستونزمنه کړې ده.

د ډیموکراټانو دا استازی همداراز وایی، له دغو کسانو سره باید داسې چلند ونه شی، ځکه هغوی د امریکایانو د خوندیتوب او د امریکایی پوځیانو د عملیاتو لپاره خپل ځانونه په خطر کې اچولی دی.

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټه:

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې له افغان حکومت غوښتی چې په کندهار ولایت کې د افغان خبریال« عبدالمنان ارغند » د وژل کېدو پېښه په شفافه توګه وڅېړی.

دې کمېټې په خپله پاڼه کې لیکلی چې د ارغند وژونکی باید محاکمه شی.

د کندهار پولیسو وویل؛ چې د کابل نیوز د خبریال عبدالمنان ارغند د وژنې په تور یې یو تن نیولی او نیول شوی کس منلې چې د طالبانو په لمسون یې ارغند وژلی دی.

پر ارغند دوو کسانو برید کړی و چې پولیسو تر اوسه یو تن نیولی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیایی پروګرامونو همغږی کوونکی سټیفن بوټلر ویلی، چې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند وژنه ښکاروی چې په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو وضعیت ډېر خطرناکه دی.

دې کمېټې دا هم لیکلی چې په ۲۰۱۷ کال کې لږ تر لږه څلور خبریالان وژل شوی، او په دریو رسنیو بریدونه شوی چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.