داستانه دخبرو بهیر د سوریې د پایداره سولې سبب کیدلای شی
-
ایران له سیاسي لارې د سوریې د کړکیچ په شممول د مینځني ختیځ د کړکیچونو دحل کیدا غوښتنه کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر محمد جوادظریف بیګا په ماسکو کښې د روسیې او د ترکیې له خارجه وزیرانو سره په ګډ خبری کانفرنس کښې ډاګینه کړه د استانه(Astana) د خبرو اترو بهیر همدااوس داسې حرکت دی چې د ملګروملتونو او دنورو هیوادونو په ملګرتیا سره په سوریې کښې د عادلانه او دپایدارې سولې د ټینګیدا سبب کیږی .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې نړیوله ټولنه باید د استانه دخبرو د بهیر او د روسیې د سوچی(Sochi) غونډې د فیصلو پراساس سیاسی حل لارې ته د رسیدا ملاتړ وکړی جوته کړه دسوریې کړکیچ به یوازې له سیاسې لارې حل شی .
دایران دباندنیو چارو وزیر جوادظریف وویل د استانه د خبرو دریو(۳) تضمینونکو هیوادونو د مشرانو او دخارجه وزیرانو په سویه دسوریې د ملی وحدت ، دسیاسی خپلواکۍ ، د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ د ساتلو او له سیاسی لارې ددغه هیواد د کړکیچ دچټک حل په شمول د ګډو اصولو ملاتړ اعلان کړی دی .
هغه پر نړیوالو ټولنې غږ وکړ چې زر ترزره دسوریې د بیا رغاونې لپاره ددغه هیواد له خلکو سره مرسته وکړی .
د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف هم په دغه خبری کانفرنس کښې وویل ایران ، روسیه او ترکیه دسوریې د ویشلو لپاره د هڅو په نامنل وړ کیدا ټینګار لری .
د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر «مولود چاووش اوغلو »هم په دې خبرې ټینګار سره چې د استانه دخبرو بهیر د سوریې د کړکیچ د حل لپاره په دنیا کښې یوازنی نړیوال نوښت دی وویل ایران ، روسیه او ترکیه په فعال ډول د استانه دخبرو په چوکاټ کښې ملګرتیا کوی .
دایران اسلامی جمهوریت دسیمې دیوه(۱) اغیز شیندونکی هیواد په توګه له سیاسی لارې د سوریې د کړکیچ په شمول د مینځنی ختیځ د کړکیچونو دحل کیدا غوښتنه کوی .